1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ته د مهاجرو راتگ ته د حد ټاکلو پر سر لانجه

۱۳۹۵ دی ۱۷, جمعه

د آلمان د صدراعظمې انگلا ميرکل، د مسیحي دیموکرات او د هغې د متحد مسیحي سوسیال گوند لا تراوسه بریالي شوي نه دي چې آلمان ته په کال کې د مهاجرو راتگ ته د حد ټاکلو پر سر موافقې ته سره ورسيږي.

https://p.dw.com/p/2VPLT
Deutschland Flüchtlinge überqueren der Grenze von Österreich nach Deutschland
انځور: picture alliance/dpa/S. Kahnert

آلمان ته د مهاجرو د راتگ د کلني شمیر ټاکل د دغو نژدې متحدو گوندونو ترمنځ په یو سخت ژور اختلاف بدل شوی. دا چې ولې دغه لانجه د هغوی ترمنځ نه حل کیږي، یو دلیل یې د مسیحي سوسیال اتحاد د مشر، هورست زیهفور او د صدراعظمي انگلا ميرکل چې د مسیحي دیموکرات گوند مشره ده، پر دغې موضوع د هغوی دواړو مخالفت دی. هغوی د مختلفو دلایلو له امله د خپلو گوندي ملگرو یو وړاندي شوي جوړ جاړي ته غاړه نه ږدي. 

زیهوفر وايي چې باید یو وروستی سرحد وټاکل شي چې په کال څه شمیر مهاجر آلمان ته کیدای شي چې راشي. د هغه گوند غواړي چې د مهاجرو کلنۍ شميره دې له ۲۰۰ زرو څخه پورته نه شي، خو دغه غوښتنه ېې تل د ميرکل له خوا رد شوې ده.

په آلمان کې په سپتمبر میاشت کې پارلماني ټاکني کیږي، چې ميرکل بیا ځان د صدرات له پاره کاندید کړی دی. داوړه اتحادي گوندونه په دې هڅه کي دي چې د مهاجرو پر سر خپل روان اختلاف سره حل کړي. ميرکل د دې مخالفه ده چې آلمان ته په کال کې د مهاجرو د راتگ یو مشخص رقم دې څرگند شي، هغه دا د خپل هیواد د اساسي قانون خلاف گڼي.

له میاشتو راهيسي د دواړو گوندونو دوو کورني کارپوهانو، شتیفان مایر د مسیحی دیموکرات گوند او ارمین شوستر د مسیحی سوسیال گوند په استازیتوب په یو لیک کې چې انگلا ميرکل او هورست زیهفور ته یې استولی وو، د یو جوړ جاړي وړاندیز کړی دی، هسي یو جوړ جاړی چې د دواړو اړخونو له پاره په اصطلاح د «نفس ایستلو یو وروستي سرحد» وي.

د دغه  وړاندیز له مخې، هر کال باید په آلمان کې د مهاجرو د جذبولو ظرفیت له سره محاسبه شي او له دې سره د تازه مهاجرو شمیره د تیر کال شمیرې پوري وتړل شي.

د وړاندیز له مخې، یو کلنی لوړ سرحد باید تعیین نه شي. خو د دواړو گوندونو مشران دغه وړاندیز نه مني. ميرکل د «نفس ایستلو وروستی سرحد» تر نامه لاندي وړاندیز ډير خطرناک بولي او زیهفور هغه ډير کمزوری.

نور مطالب: