1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاآلمان

آلمان تر سلو زرو ډیرو پناه غوښتونکو ته شرایط اسانه کړل

بن نایت
۱۴۰۱ تیر ۱۶, پنجشنبه

د آلمان صدراعظم اولاف شولتز، د خپل هیواد د مهاجرت قوانینو بیا کتنه او په کې د بدلون راوستلو لړۍ پیل کړې ده. هدف دا دی چې لا ډیر مهاجر په آلمان کې د پاتې کیدو امکان ولري. هغوی تر دې مخکې د اخراج له ګواښ سره مخامخ ول.

https://p.dw.com/p/4DnNI
Symbolbild | Deutschland Familiennachzug
انځور: Patrick Pleul/dpa/picture-alliance

د آلمان حکومت غواړي د مهاجرت په قوانینو کې سرګردانو تر ۱۳۰ زرو ډیرو مهاجرو ته د دې چانس ورکړي چې په دې هیواد کې د دایم له پاره پاتې شي. دا د آلمان د مهاجرت د قوانينو د کره کتنې او په کې د بدلون راوستلو لړۍ یوه  برخه ده.

د صدراعظم اولاف شولتز حکومت د چهارشنبې په ورځ د ریفورمونو پر یوې بستې باندې توافق وکړ چې له مخې یې هغو کسانو ته په آلمان کې د دایمې پاتې کیدوه امکان برابریږي چې په آلمان کې له پنځو کلونو څخه د ډیرې مودې له پاره د «دولدونګ» یا زغم له حقوقي موقعیت سره ژوند کوي. دغه سند هغو بهرنيانو ته ورکول کيږي چې په اصل کي بايد له آلمان څخه په وتلو مکلف وي، خو د اخراج يا وتلو په لاره کي يې خنډ موجود وي.

د آلمان د سوسیال دیموکرات له ګوند د کورنیو چارو وزیرې ننسي فېزر، پر خپل تویتر پاڼې باندې لیکلي دي: «موږ یو متنوع د مهاجرت هیواد یو. اوس موږ غواړو چې د ادغام په یوه لا ښه هیواد بدل شو.»

هغې د آلمان مخکیني حکومت سیاستونو ته په اشارې سره وویل: «زه غواړم د دې پر چې د تیرو ۱۶ کلونو په څیر یې زړه نا زړه مدیریت وکړم، په فعاله توګه مهاجرت او ادغام ته شکل ورکړم.»

د دولدونګ سند په نورمالو حالتونو کې هغو کسانو ته ورکول کیږي چې د پناه غوښتنه یې په آلمان کې رد شوي وي خو د بیلابیلو لاملونو له کبله ونه شي کولای خپل هیواد ته ستانه شي. په دغو لاملونو کې د دولدونک لرونکو کسانو په هیوادونو کې جګړه، د هغوی د توقیف ګواښ، د ښځو امیدواري او یا جدي ناروغۍ شاملې دي. د دې سند تر لاسه کولو نور لاملونو د پناه د غوښتنلیک د ردیدو پر مهال په آلمان کې د مسلکي زده کړو تر سره کول او یا هم تحصلاتو کول دي. خو دا سند په دې معنی دی چې دغه کسان تل د اخراج له ګواښ سره مخامخ وي.

د کومو کسانو په حالت کې بدلون راځي؟

د دولدونګ سند یوازې د لنډې مودې له پاره اعتبار لري ځکه نو کیدای شي چې یوه کس ته څو وارې دغه سند ورکړل يا په اصطلاح بيا بيا تمديد کړل شي. له دې سره نو ډیر وخت داسې هم وي د دولدوګ سند لرونکي د کار د اجازې ترلاسه کولو یو لیدلوری نه لري.

د نوي پلان له مخې چې وړاندیز یې د کورنیو چارو وزیرې ننسي فیزر کړی دی، هغه کسان چې د پنځو کلونو له پاره یې د دولدونګ سند لرلی وي، د یوې کلنې اقامې شرایط پوره کولی شي. په دې موده کې باید هغوی د ادغام له پاره خپله اراده ثابته کړي. په عمل کې دا په دې معنی ده چې هغوی باید په دې موده کې آلماني ژبه زده او د ځان له پاره داسې یو کار وموندي چې د دې د ژوند اړتیاوې پرې پوره شي.

خو دغه کسان چې یوه کلنه اقامه ترلاسه کوي باید ځینې شرایط هم پوره کړه: هر هغه څوک په یوه جدي جرم ګرم بلل شوي وي، په ناسم هویت یې د پناه غوښتنه کړې وي او یا یې څو وارې د پناه غوښتنه کړي وي نه شي کولی په دې نوي پلان کې شامل شي. خو هغه جرمونه چې جزا یې ټیټه جرمانه وه او یا هم په اړه یې د تنکیو ځوانانو په محکمه کې پریکړه شوې وه، په دې موضوع کې له پامه غورځول کیږي.

د پناه غوښتونکو له پلوي سازمان څخه کارل کوپ، له ډیرو داسې کسانو سره لیدلي چې دي چې په آلمان کې په دولدونک سند ژوند کوي. هغه وايي: «تصور وکړئ چې تاسو دولدونګ لرئ، یوه کورنۍ لرئ، ماشومان مو په ښوونځي کې دي چې ډیر ښه په آلماني ژبه پوهیږي او دلته لوی شوي دي. په داسې یوه وضعیت کې تاسو یوازې داسې یوه څه غواړئ چې په روښانه شوي وي چې تاسو دې هیواد پورې اړه لرئ. ستاسو تر ټولو لویه غوښتنه د دغه نامعلوم وضعیت پای ته رسیدل وي.»

هغه زیاته کړه چې دغه شان ډیر کسان په دې دوامداره ویره کې ژوند کوي چې پولیس به راشي او اخراج به یې کړي. کوپ وویل: «دا هغوی خوري او د ډیرې زورونې لامل کیږي.»

د آلمان د حکومت د ادغام کمیشنرې ریم العبلي رادوفان، پر خپل ټویتر پاڼې لیکلي دي چې نوی قانون به په آلمان کې د شاوخوا ۱۳۵ زرو کسانو له پاره د ښه ژوند پر لور پل وي. هغې زیاته کړې: «موږ آلمان په یوه عصري د مهاجرت هیواد بدلوو. لومړی مهم ګام: د اقامې له حق سره به ټول هغه کسان چې له پنځو کلونو د ډیرې مودې له پاره یې دلته په دولدونګ ژوند کړي بالاخره یو مناسب لیدلوری رامنځ ته شي. موږ همدا راز ټولو له پاره د ادغام کورسونو ته د لاسرسي امکان رامنځ ته کوو.»

د اپوزیسیون ګوندونو بیا د انتقاد غږ پورته کړی دی. د آلمان د مسیحي دیموکرات اتحاد څخه الکساندر تروم، ویلي دي چې د حکومت دغه پلان به آلمان غیر قانوني مهاجرت وهڅوي. هغه دا هم ویلي دي چې نوی پلان د مهاجرت قانون هم له پامه غورځوي.

د ادغام پر لور کوچني ګامونه

د پناه غوښتونکو ملاتړ سازمانونو بیا د دغه پلان هرکلی کړی دی خو د عملي کیدو په برخه کې یې ډیر خوشبینه نه دي. له پرو ازیول څخه ګوپ وویل: «موږ د دې نیت چې تر ۱۰۰ زرو ډیرو کسانو ته عادي د اوسیدو وضعیت ورکړل شي هر کلی کوو خو موږ یو څو ستونزې په ګوته کوو چې فکر کوو باید یې په برخه کې قانون لا وضاحت ولري.»

د بیلګې په توګه ګوپ وایي یو کال کافي موده نه ده چې له خلکو وغوښتل شي د اقامت له پاره شرایط پوره کړي. هغه وايي چې په دې برخه کې باید انعطاف موجود وي.

د آلمان د حکومت د ادغام کمیشنرې ریم العبلي رادوفان، بیا ویلي دي چې نوې بسته یوازې یو لومړی مهم قدم دی. هغې ویلي دي چې د کال تر پایه پورې به نور تدابیر هم ونیول شي چې له کبله به یې د کار بازار ته د پناه غوښتونکو لاسرسي اسانه شي.