آلمان باید اخراج شوی افغان پناه غوښتونکی له یونان څخه بیرته را وغواړي | آلمان او نړۍ | DW | 15.08.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

آلمان باید اخراج شوی افغان پناه غوښتونکی له یونان څخه بیرته را وغواړي

د پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو په اړه له هسپانیي او یونان سره تر موافقې یو کال وروسته، یوې آلمانۍ محکمې له دغه هیواد څخه یونان ته د اخراج شوي یوه افغان مهاجر د بیرته را غوښتلو پریکړه کړې ده.

د مونشن ښار د یوې اداري محکمې پریکړې، له یونان او هسپانیي سره د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت موافقه تر پوښتنې لاندې راوستلې ده. د محکمې د پریکړې له مخې آلمان باید هغه افغان پناه غوښتونکی چې څو میاشتې مخکې یي یونان ته اخراج کړی وو بیرته آلمان ته را وغواړي.

د مهاجرو د حقونو مدافع سازمان «پرو ازول» ویلي دي چې دغه پناه غوښتونکی یو افغان دی چې پولیسو هغه د روان کال په می میاشت کې د اتريش او آلمان په سرحد کې په اورګاډي کې تر نیولو وروسته بیرته یونان ته استولی وو.

دغه پناه غوښتونکی له هغه وخت راهیسې تر اوسه پورې په یونان کې د اخراجیدونکو پناه غوښتونکو له پاره ځانګړي شوي مرکز کې ساتل شوی.

د مونشن محکمې ویلي دي چې د نوموړي افغان پناه غوښتونکي قانوني حق تلف شوی دی او د پولیسو په چلن کې ابهامات موجود دي. او په دې اړه یي د کډوالو له پاره د آلمان له فدرالي ادارې څخه قانع کونکی ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د مونشن د محکمې اساسي پوښتنه دا وه چې سره له دې چې آلمان له یونان سره ګډه پوله نه لري، نو ولی د پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو مسئولیت د آلمان پولیسو ته سپارل شوی دی؟

د آلمان د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چې له یونان سره موافقه یو قانوني کار دی او د آلمان پولیسو هم د همدې موافقې په اساس د مهاجرو د بیرته ستنولو مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

د نوموړي وزارت په حواله په تیر یوه کال کې ۲۹ تنه د همدې موافقې په اساس یونان ته او دوه تنه نور هسپانیي ته بیرته استول شوي وو.

دا د هغې موافقې پر ضد لومړنی قضایي پریکړه ده چې د ۲۰۱۸ م کال په دوبي کې لاسلیک شوی وه. د دې موافقې په اساس آلمان کولی شي هغه پناه غوښتونکي چې مخکې تر دې یي په یونان یا هسپانیي کې د پناه غوښتنلیک وړاندې کړی وي، خو له سویلي سرحدونو د لارې یي آلمان ته ځان رسولی وي، په ۴۸ ساعتونو کې بیرته لومړني هیواد ته یي واستوي.

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر له دې طرحې سره موافقه نه وه. د همدې طرحې پر سر رامنځته شوی جنجال له ائتلافي حکومت څخه د زیهوفر د وتلو تر ګواښ پورې ورسید.

د زیهوفر په مشرۍ مسیحي سوسیال ګوند د لسیزو راهیسې د آلمان په سویلی ایالت بایرن کې اکثریت لري او زیهوفر ویلي وو که له میرکل سره موافقې ته ونه رسیږي، په یو جانبه ډول به د آلمان جنوبي سرحدونه کنترول کړي.

آژانسونه/ش.ن/ا.ا

اعلان