آسترالیا: تر اورونو وروسته بارانونه
په آسترالیا کي تر میاشتو اورونو وروسته، ډیر بارانونه وسول او سخت طوفانونه او سیلابونه يې له ځانه سره راوړل.
له بارانه ځان ژغورل
بالاخره باران! ډیر آسترالیایان تورو وریځو ته په کتو سره د آرامتیا احساس کوي. په دغه لویه وچه کي له میاشتو راهسي داسي اورلگیدنی رواني وې چی په تاریخ کي يې ساری نه درلود. په دا وروستیو ورځو کي سختو بارانونو دغه اورونه آرام کړي. همدارنگه د سدني په جنوب ختیځ ایالت نیو ساوت والیز کي هم بارانونه وسول.
تر اوبو لاندي سوي کویین لند ایالت
خو دغه باران ته د خوشحالۍ احساس ډیر لنډ وو. تر باران یو څو ساعته وروسته، سخت سیلابونه رامنځته سول. په خاص ډول د ختیځ ایالت کویین لند Queensland سړکونه او لويي لاري لکه دلته چي په سیلاني سیمه گولد کاوست کي لیدل کیږي، تر اوبو لاندي سوي.
د لوبو د میدان وچول
په آسترالیا کي د تینس سیالیو له پیل کیدو سره سم، په میلبورن کي هم د دوشنبې په ورځ سخت بارانونه وسول. د مرستندویانو له برکته، بیا هم د تینس لوبغاړو وکولای سول خپله لوبه مخته بوزي. دغو مرستندیوانو د دستمالونو په مرسته د لوبي میدان وچاوه. په خاص ډول د مارگریت کورت په ستودیوم کي هغوی ډیر فعاله ول. که څه هم دغه ستودیوم یو بام لري خو هغه ډیر مستحکم نه دی.
د صحرا د ریگو پر ځای په خټو کي تمرین
په دغه هیواد کي یوازي د تینس لوبه ترسره نه سول. د سپورت نور ډولونه هم له باران سره اړه لري. د آسترالیا په ختیځ کی پروت کوچني ښار وینتون کي خلک په خټو کي تمرین کوي. هغوی په خټینه مځکه کي د رسیو په مرسته په تراکتورونو پسې ځانونه کشوي.
د گولف د توپ په اندازه غټی ژلۍ
د آسترالیا په پایتخت کانبیرا کي د پارلمان د ودانۍ مخي ته د دوشنبه په ورځ سختي ژلۍ وسوې. د دغې ودانۍ مخ ته پروت چمن باندي د کلکلو ژلیو فرش هوار سوی وو. د گولف د توپ په اندازه غټو ژلیو، د موټرانو هنداري ماتي او کورونه زیانمن کړل.
په ختیځ ساحل کي سخت طوفانونه
سخت طوفانونه په نیو ساوت والیز کي هم له وچو او اور ځپلو سیمو څخه تیر سول. وچي سوي ونې د اورلگیت د خاشو په ډول کړوپي او چپه سوې. د آسترالیايي رسنیو په حواله، د طوفاني هوا له امله د هیواد په کچه د ۱۸ زره اوسیدونکو له پاره بریښنا قطع سوې وه.
د امیدوارۍ یو څرک
د ناتای په ملي پارک کي له سوځیدلي مځکي څخه یو کوچنی نبات راوتلی. نباتات او حیوانات په حریصانه ډول د اوبو هر ارزښتناک څاڅکی ځانته جذبوي. دا په داسي حال کي چي د آسترالیا بوټي او حیوانات له وچکالۍ سره عادت هم دي. له میاشتو راهیسي د وچکالۍ عواقب لا تر اوسه سم نه احساسیږي.
له هر څاڅکي څخه خوند اخیستل
څوک پوهیږي چي بیا به کله باران وسي! دغه کوچنی کوالا د مځکي له درز څخه د باران وروستي څاڅکي راټولوي. ددغه ځای د انسانانو او حیواناتو له پاره، ښايي دا حالت ډیر لنډ دوام وکړي. زیاتره ایالتونه ځانونه په راتلونکو ورځو کي په مخ پر زیاتیدونکی ډول داسي گرمۍ او سختو بادونو ته تیاری نیسي چی ښایی بیا هم اورلگیدنې رامنځته کړي.