1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په امریکا کې منځمهاله او برخلیک ټاکونکي انتخابات

۱۳۹۷ آبان ۱۰, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس ټاکنې به، احتمالاً د دونالد ترمپ د حکومت د دویمې نیمایې دورې پر څرنګوالي خپلې اغیزې ولري. که د جمهوري غوښتونکو ګوند د استازو په مجلس کې خپل اکثریت له لاسه ورکړی، پر ترمپ به ساحه تنګه شي.

https://p.dw.com/p/37WQ8
USA, Houston: Donald Trump bei einer Wahl-Veranstaltung
انځور: picture-alliance/AP/E. Gay

د امریکا متحده ایالاتو تر ولسمشریزو ټاکنو او د دونالد ترمپ تر بریالیتوب وروسته جمهوري غوښتونکي په سنا او د استازو په مجلسونو کې اکثریت دي. په دې توګه نو دیموکراتان په کانګرس کې په یوه ډیر کمزوري موقف کې قرار لري.

اوس د وروستیو نظر پوښتنو له مخې داسې اټکل کیږي چې دیموکراتان به یو وار بیا د استازو په مجلس کې اکثریت ترلاسه کړي. دیموکراتان ۲۴ زیاتو چوکیو ته اړتیا لري، څو وکولی شي د استازو په مجلس کې چې له ۴۳۵ چوکیو څخه جوړه شوې ده اکثریت ترلاسه کړي.

خو هغه څه چې به احتمالاً د دیموکراتانو له پاره ستونزمن وي په سنا مجلس کې د ډیرو چوکیو ترلاسه کول دي. دا په داسې حال کې ده چې جمهوري غوښتونکي یوازې په ډیر لږ تفاوت سره یعنې له ۱۰۰ څخه د ۵۱ چوکیو په درلودلو سره په سنا کې حضور لري.

خو توپیر په دې ځای کې دی چې د جمهوري ریاست تر ټاکنو مخکې په منځمهاله ټاکنو کې د ټول سنا مجلس له پاره ټاکنې نه ترسره کیږي، بلکې یوازې د ۳۵ چوکیو له پاره نوي استازي ټاکل کیږي.

له دې جملې څخه ۲۶ چوکۍ مخالف لوری لري. هغه لوری چې د اکثریت ترلاسه کولو له پاره د ۳۵ چوکیو له جملې څخه ۲۸ چوکیو ته اړتیا لري او د دوو چوکیو ترلاسه کول ډیر ستونزمن دي.

دا ځکه چې د دغو چوکيو یو شمیر يې په محافظه پاله ایالتونو پورې اړه لري چې دوه کاله مخکې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال ترمپ پکې په اکثریت سره بریالی شوی وو.

په همدې منځ کې په واشنګټن کې د «امریکن یونیورستي» د سیاسي علومو کارپوه داوید بارکر، په دې اړه وویل: «د ترمپ له پاره قضیه د سیاسي بقا ده؛ ځکه هغه له خپل لومړیو کاري ورځو څخه د استیضاح او سلب صلاحیت کیدو له ګواښ سره مخامخ وو. په کانګرس کې د دیموکراتانو له بریالیتوب سره د داسې یو څه پیښیدو احتمال به لیري نه وي».

د سیاسي علومو د دغه کارپوه په خبره په هغه صورت کې چې دیموکراتان د استازو په مجلس کې اکثریت ولري کولی شي د مجلس مشري هم ترلاسه کړي او په دې ترتیب سره د یوه څیړنیز کمیسیون په رامنځته کولو سره د ولسمشر ترمپ احتمالي رسوایې څېړلای شي.

قانون جوړوني ته احتمالي خنډونه

دیموکراتان به یوازې د استازو په مجلس کې د اکثریت په ترلاسه کولو سره وتوانیږي چې د قانون جوړونې په برخه کې دریځ ونیسي او د ترمپ اجنډا له ستونزو سره مخامخ کړي.

ځکه هر قانون چې په متحده ایالاتو کې تصویبیږي، باید له دواړو مجلسونو تائيد ترلاسه کړي.

اوس که چیرې دیموکراتان په ټاکنو مخکې او ډیرې چوکۍ ترلاسه کړي، ترمپ به عملاً په ځانګړي توګه د کارمندانو د انتصاب په برخه کې له جدي ستونزو سره مخامخ شي. ځکه په حکومت کې د ټولو لوړپوړو چارواکو ګومارنه او په ټول هیواد کې د قضا چوکۍ د دغه هیواد د دواړو مجلسونو موافقې ته اړتيا لري.

پر اړونده موضوع زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: