په آلمان کې غلو د ځمکې توت غلا کړي
۱۳۹۷ خرداد ۷, دوشنبهد آلمان په باد سوبیرهایم ښارګوټي کې ناپیژاندو غلو د یکشنبې په ورځ له یوه پټي څخه ډیره اندازه د ځمکې توت غلا کړي دي.
پولیسو ویلي دي چې دغه غلا تر غرمې وروسته د ۴:۵۰ په شاوخوا کې شوې ده. د پولیسو له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې يو شمېر کسان له سیمې څخه له ډیرو توتو سره تښتیدلي دي. لا تر اوسه پورې د غلا شویو توتو دقیقه اندازه روښانه نه ده.
شکمنو کسانو له درو یا څلورو کرایي موټرو څخه کار اخیستی دی او بیا یې دغه توت د موټرو په ټولبکسونو کې ځای پر ځای کړي او له سیمې څخه تښتیدلي دي. مخکې له دې چې پولیس سیمې ته ورسیږي، غله یوه نامعلوم لوري ته په تیښه بریالي شوي دي.
د آلمان په بادین ورتمبورګ ایالت کې د اوونۍ په پای کې د میوو یوه بله غلا هم شوې ده. د دې ایالت په بوننیګهایم ښارګوټي کې غله د الوبالو ۵۵ ونو ته پورته شوي. ویل شوي دي چې غلو شاوخوا ۵۰ کیلوګرامه آلوبالو له ځان سره وړي دي چې بیه یې نزدې ۴۰۰ یورو کیږي.
ms/nz (AFP, dpa)