۲۰۱۲ کال د افغان ځواكونو له پاره مهم او له خطره ډک دئ
۱۳۹۰ دی ۱۰, شنبهد پوځي چارو کارپوهان وایي چې د افغانستان غربي متحدین به په ۲۰۱۲ كال كې افغان امنيتي ځواكونو ته پرمختللې وسلې او نور بجهیزات ورکړي او خپل ډیر پام به د افغان ځواکونو روزنې ته واړوي.
د افغانستان د كورنيو چارو د وزارت پخوانی مرستيال، عبدالهادي خالد، وایي چې په ۲۰۱۲ کال کې به افغان ځواكونه د كابل په شاوخوا، ختيزو او جنوب ختيزو سيمو كې جګړه وكړي:
«په دې جګړه كې به افغان ملي اردو هڅه وكړي چې وښيي، څه ډول د عملياتو مشري كولای شي او څرنګه په جګړه كې پخپلو پښو درېدلای او له نړيوالو ځواكونو پرته يوازې جګړه كولای شي.»
د خالد دغه خبرې د ۲۰۱۱ کال په وروستۍ ورځ د افغانستان په یوشمیر اخبارونو کې نشرې شوي دي. د هغه په خبره افغان امنيتي ځواكونه به د افغانستان په جنوبي برخو كې د پوځي برياوو د خونديتوب مسئوليت هم ولري.
کارپوهان په دې اند دي چې په تیرو دوو کلونو کي طالبان له پوځي پلوه تر سختو فشارونو لاندي شوي ول. د دغو کارپوهانو په حواله په ۲۰۱۲ کال کې به هم دغه کار ته دوام ورکړل شي. خو په همدې وخت کي كارپوهان دا هم وايي چې ۲۰۱۲ كال به له سختيو سره سره د افغان امنيتي ځواكونو د ډېرېدلو كال هم وي.
امريكا او نړيواله ټولنه به د ۲۰۱۲ ژمنې له رارسیدو سره سم د افغان ځواکونو د روزلو چارې لا هم ګړندۍ کړي. همدارنګه به په دغه كال كې له افغانستان څخه ډېر نړيوال ځواكونو ووځي.
له یاغی طالبانو سره د سولې خبرې بله هغه مسئله ده چی کیدای شي په ترڅ کې ئې یو شمیر جنگیالي طالبان له مخامخ مقاومت څخه لاس واخلي.
دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش