1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

۱۹۵ لیبیایي کډوالن المان ته رارسیدلي دي

۱۳۹۱ شهریور ۱۴, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/1635J

د المان هیواد د ملگرو ملتونو د کډوالو د بیا آبادولو د پروگرام څخه هرکلی کړی دئ چې ترڅ کې به ئې ۹۰۰ بې کوره شوي کډوال بیرته ځای پر ځای شي. له دغه ډلې څخه ۱۹۵ تنه چې تیر یو کال ئې د تونس په صحرا کې تیر کړی وو تیره ورځ د المان د هانوور هوایي میدان ته رارسیدلي دي.

د دغو کسانو زیاتره برخې خپل کورونه د لیبیا په شخړه کې له لاسه ورکړي دي. دغه خلکو په تونس کې د دوو اونیو له پاره د المان د کلتور او ژبې په اړه معلومات تر لاسه کړي دي او په المان کې به د نورو دوو اونیو له پاره د دې هیواد په هکله معلومات تر لاسه کړي. زیاته شوې ده چې تر هغې وروسته به دغه مهاجرین د المان نورو ایالتونو ته واستول شي.