۱۱ افغاني پوهنتونونه د پوهنتونونو په نړیوال انجمن کې شامل شول
۱۳۹۲ شهریور ۳, یکشنبهد افغانستان د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عبید، د پوهنتونونو د نړیوال انجمن له مشر سره په یوه گډ خبري کنفرانس کې وویل له دې سره د افغاني پوهنتونونو او نورو نړیوالو مشهورو پوهنتونونو تر منځ اړیکې ټینگې شوې دي. ښاغلی عبید وویل: «۲۶ هیوادونه د دغه انجمن غړیتوب لري. د دغو هیوادونو ۱۵۰ پوهنتونه د دې انجمن غړي دي.»
د لوړو زده کړو وزیر روښانه کړه چې افغانستان د دغه انجمن د غړیتوب د ترلاسه کولو له پاره ډیرې هلې ځلې کړې دي. هغه وویل: «هغه پوهنتونونه چې د دغه انجمن غړیتوب لري د کابل، د کابل د پولي تخنیک، په کابل کې د برهاالدین رباني د تعلیم او تربیې، د کابل د طب، د هرات، د مزارشریف، د کندهار، د خوست، د پکتیا، د ننگرهار او د کونړ پوهنتونونه دي.»
ښاغلي عبید وویل چې ترکیې ته یې په خپل وروستي سفر کې د پوهنتونو د نړیوال انجمن له مشرتابه او غړو څخه وغوښتل چې افغانستان ته سفر وکړي. هغه زیاته کړه تر هغه وروسته چې د دې انجمن ۱۵ غړي افغانستان ته راغلل تر دوو ورځو خبرو اترو وروسته پریکړه وشوه چې یوولس افغاني پوهنتونونه د دې انجمن غړي شي.
د پوهنتونونو د نړیوال انجمن مشر ډاکټر عزیز اوغلو، چې د یوه هیات په رأس کې کابل ته راغلی وو په تیرو یوولسو کلونو کې د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت د هڅو ستاینه وکړه. هغه په عین حال کې د افغانستان په پوهنتونونو کې د تخنیکي او تکنالوژیکي امکانانو نه شتون د دغو پوهنتونونو تر ټولو لویه ستونزه وبلله.
ښاغلي اوغلو وویل: «د پوهنتونونو نړیوال سازمان له ۲۶ هیوادونو او د ۱۵۰ پوهنتونونو له رئیسانو څخه جوړ شوی دی. له تیرې ورځې راهیسې زموږ د غړو شمیر ۱۶۱ تنو ته رسیدلی دی. زموږ د غړو شمیر د ۱۱ افغان پوهنتونونو له غړیتوب سره لوړه شوه. موږ به د یو بل په مرسته لوی کارونه وکړو.»
د افغانستان د اساسي قانون له مخې په افغانستان لوړې زده کړې په وړتیا توگه ترسره کیدای شي. په دې هیواد کې ډیر شمیر پوهنتونه اوس هم له خاصو ستونزو سره مخامخ دي. د کندهار ولایت د پوهنتون یو تن محصل د آلمان غږ راډیو ته وویل: «زما نوم نجیب الرحمان دی او د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي زده کوونکی یم. زموږ درسونه ښه روان دی او ښوونکي مو هم ښي دي. خو تر ټولو لویه ستونزه مو د لیلیو خراب وضعیت دی د دې ترڅنگ موږ د څښاک د اوبو کمښت هم لرو.»
ښاغلي عبید وویل چې اوس شاوخوا ۵۰۰۰ افغان ځوانان په هندوستان کې خپلې لوړه زده کړې پر مخ بیايي. د دې تر څنگ بیا څه نا څه ۱۵۰۰۰ افغان محصلین په نورو اسیایي او لویدیځو هیوادونو کې خپلې لوړې زده کړې ترسره کوي.