شخړيشمالی امریکا
۱۰۰۰۰ امنیتي کسانو د السوادور یو ښار محاصره کړ
۱۴۰۱ آذر ۱۳, یکشنبهاعلان
لکه څنګه چي د السوادور جمهوررئیس، ناییب بوکېلا په تویت کي خبر ورکړی دی، په عین حال کي امنیتي قواوو د پایتخت سان السوادور سره نژدې ښار کي په شکمنو جنايي بانډونو پسي پلټني وکړې.
دردغه هیواد د دفاع وزیر، رینو میرینو ویلي دي چي« عملیات مستقیماً د جنايي بانډونو هغو غړو ته متوجه دي، چي اوس هم په ښار کي پټ دي او خلکو ته تاوانونه پيښوي. په خبره یې دغه عملیات عامو خلکو ته متوجه ندي او د عملیاتو په جریان کي د بشر حقوق مراعتوي.