یونان یوه اونۍ وخت لري
۱۳۹۰ بهمن ۲۱, جمعهاعلان
د اروپايي ټولني د مالیې وزیرانو د پنج شنبې په ورځ د یونان له پاره د ژغور د پلان د منلو پریکړه وځنډوله. هغوی وویل چي یونان لا تر اوسه پوري کافي اقدامانه تر سره کړي نه دي. هغوی یونان ته یوه اونۍ وخت ورکړ چي د نورو ۳۲۵ میلیونو یورو د ژغورلو پلان وړاندي کړي. د اروپايي ټولني د مالي وزیرانو همداراز له یونان څخه د لیکلي تظمین غوښتنه هم کړې ده.