1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یوناما: په افغانستان کې تر ۱۲۰ ډېر کسان وژل شوي او ټپيان شوي

۱۴۰۱ مرداد ۱۷, دوشنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت يا یوناما وايي چې د وروستیو ورځو په جریان کې په افغانستان کې تر۱۲۰ ډير کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي. یوناما پر طالبانو غږ کړی چې اقلیتونو ته دې ډاډمن امنیت تامین کړي.

https://p.dw.com/p/4FF11
Afghanistan Bombenanschlag in Kabul
انځور: Ali Khara/REUTERS

د آلمان خبري آژانس په حواله، یوناما د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د اقلیتونو له پاره دې لا پراخ امنیت تامین کړي تر څو دوی وشي کړی خپل مذهبي مراسم د نور بریدونه پرته د امن په فضا کې ترسره کړي.

د تیرې اوونۍ د جمعې او شنبې په ورځو، د کابل په لويديځه برخه کې دوې چاودنې وشوې چې د دواړو مسئوليت داعش ډلې منلی دی. د جمعې او شنبې ورځو په چاودونو کې ۱۶ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان شوي دي.

ناتائيد شوي رپوټونه وايي چې پرون يکشنبه په درېمه پر له پسې ورځ هم په کابل کې یوه چاودنه شوې ده.

د آلمان خبري آژانس د کابل نیوز په نوم ځايي خپرونکې له قوله لیکي، دغه چاودنه د کابل په ختيځ چينداول سيمه کې چې یوه بله شیعه میشته سیمه ده شوې چې پکې د ملکيانو یو بس موټر په نښه شوی دی. په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

رپوټ زیاتوي چې د کابل په وروستيو چاودنو کې شیعه ګان په نښه شوي چې دا وخت د عاشورا مراسمو له پاره چمتووالی نیسي.

تیرکال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنيدو وروسته داعش ډلې خپل بریدونه ډير کړي چې تر ډيره پکې شیعه ګان په نخښه شوي دي.