یوآخیم ګاوک، نن اسرائيلو ته رسمي سفر کوي
۱۳۹۱ خرداد ۸, دوشنبهاعلان
د المان ولسمشر يوآخيم ګاوک نن اسرائيلو ته په يوه رسمي سفر ځي. دی به په خپل دغه څلور ورځني سفر کي د فلسطيني سيمو څخه هم ليدنه وکړي.
د اسرائيل ولسمشر شيمون پيرس، ګاوک ته د سفر دعوت ورکړی وو. د ګاوک سره به په دغه سفر کي د ده ماندينه دانيلا شاد، هم ملګرې وي او په تل آبيب کي به د نورو تر څنګ د هولوکاوست له يادګاري څلي څخه به ليدنه وکړي او همدارنګه به په مونشن کي د ۱۹۷۲ کال د اولمپيک د بريد څخه د ژوندي پاته سوو کسانو سره وګوري.
د المان د جمهوري رياست په حواله ويل کيږي چي ګاوک غواړي د اسرائيلو سره په سختو وختونو کي د همدردی اظهار وکړي،او همدارنګه د فلسطيني دولت پر جوړولو باندي ټينګار وکړي.