د سړې جگړې د بیا پیلیدو خبرداری
۱۳۹۳ آبان ۱۸, یکشنبهد شنبې په ورځ د پخواني شوروي اتحاد ولسمشر میخایل گورباچوف، په ۱۹۸۹م کال کې د برلین د دیوال د ړنگیدو وروسته د غربي هیوادونو پر سیاست باندې نیوکه کړې ده.
نوموړي ۸۳ کلن د اوکراین په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو پاڅون ته په اشارې سره ویلي دي: «نړۍ د یوې بلې سړې جگړې پر درشل ولاړ ده. ځیني وایي چې دغه جگړه لا تر مخه پېل شوې ده.»
گورباچوف چې د برلین د دیوال د ړنگیدو د ۲۵ کلیزې په مناسبت یې برلین ته سفر کړی دی، پر لویدیځ په ځانگړې توگه پر امریکا متحده ایالاتو باندې تور لگولی دی چې د سړې جگړې وروسته یې پر خپلو ژمنو باندې عمل نه دی کړی او په وینا یې د دې پر ځای د روسیې له کمزورۍ څخه په استفادې سره ځان د هغې گټونکی بولي.
گورباچوف په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي: «د ورستیو میاشتې پیښي د لنډ فکره سیاستونو پایله ده... د شریکانو گټې په پام کې نه نیول.»
هغه ښار چې تاریخ یې ولیکه
د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل په برلین کې په یوه وینا کې ویلي دي چې د ۱۹۸۹م کال د نومبر میاشتې نهمې نېټه «هغه یوه ورځ وه چې موږ ته یې وښووله چې نه شي کیدای د آزادۍ غوښتنه د تل له پاره سرکوبه شي.»
انگلا مېرکل په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي: «د ۱۹۸۹م کال د تحولاتو په ترڅ کې ورځ تر بلې د ختیځ آلمان وگړو د دولت له لوري د سرکوب کولو او چلبازۍ پر وړاندې ویره کمیده او سړکونو ته راووتل. تر هغې وروسته پر شاتگ نه وو. د هغوی د جرأت په پایله کې دغه دیوال خلاص شو.»
کله چې «د آلمان دیموکراتیک جمهوریت» په ۱۹۸۹م کال کې د خپلو وگړو پر وړاندې د سفر محدودیتونه له منځه یوړل، انگلا مېرکل چې هغه وخت ۳۵ کلنه وه، په ختیځ برلین کې د یوې فزیک پوهې په توگه کار کاوه. مېرکل هغې ورځې په یاد راولي او وایي: «د څو اوونیو له پاره ډیره هیجاني وه.»
د رویټرز خبري آژانس د صدراعظمې انگلا مېرکل له قوله چې له یوه آلماني تلویزون سره یې مرکه کړې ده ویلي دي چې «دا یوه معجزه وه چې هر څه په سوله ییز ډول پای ته ورسیدل. د نه باور د خوښۍ یو ډک احساس وو. دا هغه یوه شپه وه چې هېڅکله به یې هیره نه کړم.»
د شنبې په ورځ د آلمان صدراعظمې د برلین په نوي ملي گالرۍ کې د یادون یوې غونډې ته په خپله وینا کې ویلي دي: «دې ښار تاریخ ولیکه. د انسانانو د آزادۍ غوښتنه د تل له پاره نه شي ځپل کیدای.»
د یکشنبې په ورځ د برلین دیوال د ړنگیدو ۲۵ کلیزه لمانځل کیږي. د آلمان په پلازمینه برلین کې بېلا بېل پروگرامونه په پام کې نیول شوي دي او په زرونو انسانان دغه ښار ته ورغلي دي.