1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

گاوک: د کرکي علاج کلتور او ديموکراسي ده

دويچه ويله/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۳ دی ۳, چهارشنبه

د آلمان ولسمشر يوآخيم ګاوک د مسيحيانو د کريسمس د ورځي په تړاو په خپله کلنۍ وينا کي د لا زيات زغم غوښتنه وکړه. هغه وويل چي ۲۰۱۴م کال هم د خوښيو او هم د ناورينونو کال وو.

https://p.dw.com/p/1E9i8
انځور: picture-alliance/dpa/M. Sohn

يوآخيم ګاوک د کريسمس په خپله وينا کي و ۲۰۱۴م کال ته غبرګه کتنه کړې ده. د هغه په وينا په ۲۰۱۴م کال کي زياتو آلمانيانو کار لاره، آلمان په دباندي لا زيات مينه وال پيدا کړل او د فوټبال نړيوال جام يې وگاټه.

خو هغه د ۲۰۱۴م کال منفي اړخونو ته هم اشاره وکړه: «خو کله چي موږ ۲۰۱۴م کال ته ګورو نو دا د ناامنيو ډک کال وو، چي موږ پکښې د جنگونو، کورنيو جنگونو، ترهګرۍ او حتی د دين په نوم قتلونو شاهدان وو.»

ګاوک د کډوالو او پناه غوښتونکو موضوع ته په اشارې سره وويل، «کله چي موږ په کريسمس کي د دغي ورځي د سولي پيغام اورو، چي پر مځکه بايد سوله وي نو دغه پيغام د دغه کال له پاره لا زيات ارزښت پيدا کوي، ځکه چي موږ احساسوو چي سوله نه سته.»

سوله راوستل، درد کمول، راتلونکې جوړول

ګاوک په خپله وينا کي پر دې شکر وکښ چي په آلمان کي سوله حاکمه ده. د هغه په وينا دغه سوله ډېره ارزښتناکه ده او پايلي لري. هغه زياته کړه: «چيري چي زموږ په وسه پوره وي موږ بايد سوله راولو او يا يې وساتو، موږ بايد دردونه درمل کړو او د يوې ښې راتلونکي له پاره کار وکړو. زموږ ديموکراسي او کلتور، د ناامنۍ، کرکي او وژونکي تاوتريخوالي سم جواب دی.»

د آلمان ولسمشر وويل چي هر دين او مذهب د دې غوښتنه کوي چي انسانان بايد يو د بل پر وړاندي احترام ولري او انسانان بايد په ژوندانه کي يو له بل سره کومک سي او سولي ته کار وکړي.

ادغام د منزوي کولو پر ځای

ولسمشر ګاوک وويل، دا چي آلمان زياتو پناغوښتونکو ته ځای ورکړی دی، دا پر دې دلالت کوي چي په دغه هيواد کي بشردوستي زياته ده. هغه د هغو کسانو ستاينه وکړه چي له پنا غوښتونکو سره مرستي کوي.

ګاوک د مسلمانانو پر ضد احتجاج کوونکي آلمانۍ ډلي «پيګيدا» ته په اشارې سره وويل: «موږ پر خپل شاوخوا چاپېر بدحالۍ ته غبرګون ښيو، زموږ زیاتره د هغو کسانو او ډلو پر پل باندي پل نه ږدي چي غواړي آلمان منزوي کړي. دا هغه حقيقت دی چي زما د دغه کال له تجربو څخه هغه ښه تجربه ده.»

په زړه ورتيا سره

آلماني ولسمشر چي پخپله د مسيحيت د پروتستانت مذهب کشش وو، وويل چي دين د دې تقاضا کوي چي انسانان بايد بېره ونه لري. هغه وويل چي بيري بايد جدي ونيول سي خو بايد هغه د دې سبب نه سي چي د انسان د لاري رهبري وکړي. د هغه په وينا د ډار مقابله بايد په زړه ورتيا سره وسي.

هغه زياته کړه، هر هغه څوک چي د خپلو سوالونو په جوابونو پسي ګرځي، يو وخت به خامخا ورته جوابونه پيدا کړي. هغه په دې ترڅ کي يووار بيا د ديموکراسۍ او د خپلو ارزښتونو پر اهميت ټينګار وکړ.

ګاوک وويل چي د شرقي آلمان د ۲۵ کاله تر مخه پاڅون د دې شاهد دی، چي په هڅو سره وضعه بهتره کېدلای سي.

تر هيواده دباندي له مرستندويانو څخه مننه

ګاوک په خپله وينا کي له هغو آلمانيانو او نورو انسانانو څخه مننه او ستاينه وکړه چي د کريسمس په ورځو او شپو کي لا له خپلو کورنو څخه ليري تر هيواد دباندي د انسانانو په مرسته بوخت دي.

هغه وويل، هغه کسان چي په ايبولا ځپلو سيمو کي له خلکو سره په مرستو مصروف دي، په پوځي ماموريتونو کي ونډه لري او يا هم د ډاکټرانو په توګه د مریضانو مراقبت او درملنه کوي، هغوی د احترام او منني وړ دي.

ګاوک د خپلي وينا په پای کي پر ټولو مخاطيبانو ږغ وکړ چي د سولي له پاره هلي ځلي جاري وساتي؛ او هغو کسانو ته پناه ورکړي چي ورته اړتيا لري. د هغه په وينا د کريسمس پيغام هم دغه دی.