1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ګمبیا ـ اداما بارو د ولسمشر په توګه واک تر لاسه کړ

۱۳۹۵ بهمن ۲, شنبه

د پوځي مداخلې تر تهدید وروسته، یحيی جامع باالاخره له واکه لیرې شو او د واک واګې یې خپل سیال اداما بارو ته وسپارلې. په ورته وخت کې د ممکنه شخړو د رامنځته کیدو له امله، د ګمبیا زرګونه اتباع له دې هیواد څخه تښتلي وو.

https://p.dw.com/p/2WApA
Senegal Gambias neuer Präsident Adama Barrow
انځور: picture-alliance/AP Photo

د ګمبیا له واکه لیرې شوي ولسمشر یحيی جامع د واک واګي له اوږدو خبرو اترو او د پوځي مداخلې تر تهدید وروسته نوي ډيموکراټيک ټاکل شوي ولسمشر اداما بارو ته وسپارلې. دغه خبره د بارو يوه سلاکار د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۲۰مه نېټه) تایید کړه.

نوي ټاکل شوي ولسمشر بارو خپلو پلویانو ته په خبرو کې وویل چې «د ویرې او ډار واکمني د هميشه له پاره له ګمبیا څخه ورکه سوه.»

له واکه ليري سوي جامع د شنبې په ورځ د ګمبیا له دولتي تلویزون سره تفصيلي خبرې وکړې او له واکه څخه خپل لیرې کیدل یې تایید کړل. جامع په دغو خبرو کي وويل: «ما نن پریکړه کړې د ګمبيا و ټولو اتباعو ته په لامنتناهي احترام درلودلو سره د دغه ستر ملت د مشرۍ چاري وسپارم.» نوموړي په خپلو خبرو کي له واک څخه د لیرې کیدو ترشا د معاملې په هکله جزیات ورنکړل.

جامع مخکي له واک څخه د ليري کېدو څخه انکار کړی ؤ، دا د هغه باوجوده چي ولسمشريزه ټاکنې يې بايللې وې. د جامع مخالف او نوي ټاکل سوي ولسمشر اداما بارو د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ ۱۹مه نېټه) د خپل ځان له پاره د امنيتي اندېښنو برسېره د ګمبيا د ولسمشر په توګه د دنده پېل کړې وه. دا د هغه باوجوده چي و امنيت ته يې اندېښنې موجودي وې.

سیمیزو مشرانو او د ملګرو ملتونو مرکچیانو په ټاکنو کي د مات سوي مشر جامع سره وروستۍ عاجلې ناستې وکړې ترڅو هغه له واک څخه لیرې کیدو ته قانع کړي.

د هغه وروسته چي جامع د غرمې پوري ټاکل سوي ضرب الاجل سره سم له واک څخه ليري نه سو، نو د غربي افريقايي دولتونو د اقتصادي سازمان ECOWAS له خوا چمتو سوي او د تيار سئ په حال کي سيميز ځواک چي د ګمبيا و پلازمېني بانجول ته د رسېدو امر ورکول سوی ؤ، پر حرکت راغلی. خو دغه حرکت د منځګړيتوب د خبرو اترو په ترڅ کي په وروستۍ شېبه کي د پنجشنبې په ورځ درول سوی ؤ.

وروسته له هغې چې له ټاکل شوې مودې وروسته هم جامع له واکه لیرې نه شو، د غربي افریقا د اقتصادي ټولنې غړو هیوادونو د ګمبیا په پلازمینه بانجول کې د لاریونونو ګواښونه ورکړل، خو د پنجشنبې په ورځ یې هم لاریونونه وځنډول او د منځګړو خبرو ته یې وخت ورکړ.

جامع ته وفادار او د هغه لوی درستيز عثمان بارګې د جمعې په ورځ اړخ بدل کړ او نوی ټاکل سوی ولسمشر بارو يې د نوي اعلی سرقومندان په توګه ومانه.

هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «دا یوه سیاسي غلط فهمي ده. موږ احمقان نه یو! زه له خپلو سرتیرو او د ګمبیا له اتباعو سره مینه لرم.»

بارګي همدا راز وویل: «ان که د (غربي افریقايي هيوادونو د اقتصادي سازمان د غړو هیوادونو سرتیرې) دلته را هم شي، موږ به یې په چايو هرکلی وکړو.»

عثمان بارګي له دې مخکې د جامع ترڅنګ ولاړ وو خو کله چي يې ورڅخه ملاتړ ليري کړ نو د جامع د ملاتړ هغه وروستۍ ستنه هم ونړېدله.

د تیر عیسوي کال ۲۰۱۶ د دسمبر په لومړۍ نیټه جامع په ټاکنو کې د خپل سیال بارو بریالي کیدل که څه هم په لومړي سر کې ومنل، خو بیا وروسته یې د هغه بریالیتوب رد کړ. د هغه وروسته جامع د سیمیزو قدرتونو او د ملګرو ملتونو لخوا تر سخت فشار لاندې راوستل شو چي د تقريبا ۲۰ کلنې واکمنۍ وروسته دي نور له چوکۍ ليري شي.

د شخړو د رامنځ ته کیدو له ویرې تیښته

کله چي جامع د واک د واګو له خوشي کولو څخه انکار وکړه نو په ګمبيا کي د تاوتريخوالي د رامنځ ته کيدو بيره ډېره زياته سوه.

ملګرو ملتونو وويل چي ۴۵۰۰۰ انسانان له ګمبيا څخه و سېنيګال ته تښتېدلي، ولي چي بيره يې درلوده چي وضعه به په تاوتریخوالي واوړي. زياته سوې وه چي ۸۰۰ نورو انسانانو د سويل او د ګينيا باسو پر لور حرکت کړی ؤ.

د مهاجرینو له پاره د ملګرو ملتونو د سازمان (UNHCR) ویاند بابر بارلوچ ويلي: «راتلونکې څو ورځې به حساسي وي او لا زيات انسان به له هيواد څخه ووزي که روان حالت ته ژر تر ژره سوليز حل پيدا نه سي.»

جامع په ۱۹۹۴م کال کې له یوې کودتا وروسته واک ترلاسه کړی ؤ. 

په داسې حال کې چې ګمبيا د حکومت تقریباً نیمايي کابينې تر مخه لا استعفا ورکړې وه، جامع دغه حکومت د پنجشنبې په ورځ ناوخته منحل کړ او ژمنه یې وکړه چې نوی حکومت به جوړ کړي. عیني شاهدانو ویل چې د هغه استوګنځای د جمعې په ورځ په کلکه تر امنیتي څار لاندې وو.

د غربي افريقايي دولتونو د اقتصادي سازمان په ګمبيا کي د مداخلې په ترڅ کي د «ډيموکراسۍ د بيا راوستلو» د عملياتو تر نوم لاندي په ټانکونو او جنګي الوتکو سنبال ۷۰۰۰ عسکر راټول کړي ول.

د ګمبیا په ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ونډه ۵۹ سلنه وه او له دې ډلې څخه ۳۹،۶۴ سلنه رایې جامع او ۴۳،۲۹ رایې بیا د هغه سیال بارو ترلاسه کړې وې.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.01.2014):