ګرجستان په ناتو کی غړيتوب غواړی
۱۳۸۷ شهریور ۲۵, دوشنبهخو د ناتو 27 غړي به دومره وړاندي لاړ نشي، که څه هم پیوستون به ورسره وښيي. د اوسيتيا او ابخاذيا په جګړه کي د ګرجستان په خاورې باندي د روسانو ورننوتلل، د ناتو او ګرجستان ترمنځ اړيکي ډير سره نژدي کړل.
خو د ګرجستان د امنيتي کارپوه، اراکلي زياشويلي په نظر د ګرجستان راتلونکی پدي پوري تړلي دي. دی وايي: مونږ يوازي يوه لاره لرو، د ديموکراسۍ په لوري لاره. يعني ديموکرات تاسيسات بايد وده وکړي اواقتصاد پرمخ لاړشي. په دي معنی چي د ديموکراسۍ له لاري ثبات راځي اودٍ ثبات له لاري اقتصادي پرمختګ کولاي شو. اود خلکو د ژوندانه سطحه لوړيږي.
ګرجستان دي موخو ته د رسيدو لپاره همدا اوس مرستي ته اړه لري. دلته يوازي د پيسو خبره نه بلکه د امنيت اود لويديزلخوا دسياسي فشارونو مسله هم ده. دي همدی لپاره د ناتو د فعاليتونو په طرحي کي د دي موضوع شاملول دومره ګرجستان ته اهميت لري. دي زياتوي :
که مونږ د ناتو د فعاليتونو په اوسنۍ طرحه کي شامل نشو، دا به مونږ ته يوه فاجعه وي. دغه امنيتي سلا کار هغه څه چي د نورو په زړونو کي دی په خوله راوړي: مونږ د دي لپاره چی ديموکراتې ودې وکولاي شو، يوازي څوکلمو خبرو ته نه، بلکه مخامخ مرستی ته اړه لرو. دا ماته ډير د خپګان ځاي دي، که دا زمونږ د هيواد د حاکمیت په ضد وي خو مونږ اوس په داسي وضعه کي يو، چي ګرجستان پخپله کومه پريکړه نشی کولاي.
د جمهور ريس زاکاشويلي حکومت ځپل شوي دی او مخالف ګوندونه آزادې ټاکني او د ديموکراتو تاسيساتو لپاره زياتره قدرت، اوآزادې رسنۍ غواړي، په تيره بيا د پارلمان آزاده ټاکنه.
د ناتو استازې به وضعه په هراړخيزه توګه انځورکړيوی. دوي به د هیواد دننه سیاسي اود ديموکراسۍ وضعه ترسيم کاندی. که دوي په جدي توګه د ديموکراسۍ وړاندی بیول په پام کي ولری، نو بايد يوه سياسي پريکړه لکه هسي چي په ناتو کي د ترکيې د شمول په برخه کي وکړه، وکړي. دوي بايد پرته له دي چي د ګرجستان واقعي سياسي حالت په پام کي ونيسي، دا پريکړه ونکړی. همدغه ډول دغسی پريکړه بايد پرته د روسيې له رعايت څخه چي هم دا کتنه هم ورته راپارونکي ده وشي.