کېنيا: منظم سياسي او قومي زورزياتی
۱۳۸۷ فروردین ۱۲, دوشنبهپه دغه 81 مخيزراپورکې مستند شوي، چې په سلگونوتنه، څنگه د منظم سياسي اوقومي زورزياتي له کبله وژل شويدي. دغه شخړې د کېنيا د جمهوري رياست ترټاکنووروسته، چې د 1386 هجري لمريزکال د لېندۍ په مياشت کې وشوې، مېنځته راغلې. د هيومن رايټس واچ په دغه راپورکې، سربېره پردې، تشريح شوي، چې د کېنياپوليس څنگه د له غيرمتناسب اوافراطي زورنه په کاراخيستلوسره د مظاهره کونکوپه مقابل کې غبرگون وښوداوپه سلگونوانسانان يې بې ځايه اوبې حقه ووژل.
عدالت د ثبات ضامن دی
د هغوجگړوله کبله، چې د جمهوري رياست د ټاکنوله کبله په کېنياکې مېنځته راغلې، کېنيايانواو د نړۍ ټولو خلکوشوک وخوړ. تر 1500 لاډېرانسانان ووژل او 500000 تنه له خپلوکورونونه وشړل شول. هغه تړون، چې د 1386 هجري لمريزکال د کب د مياشتې په 11 نېټه د حکومت او اپوزيسيون ترمېنځ وشو، د يوه ائتلافي حکومت، د نښتو د څېړلولپاره د يوه کميسيون او د حقيقت موندلو - پخلاينې د يوه کميسيون د جوړېدو لپاره يې لاره هواره کړه. د نوموړوکميسيونونودنده داده، چې د تېروخت پربې عدالتيواوبې قانونيوباندې کاروکړي.
د بشر د حقوقونړيواله ټولنه هيومن رايټس واچ د کېنياله نوي ائتلافي حکومت نه غوښتنه کوي، چې د هغو بېلابېلوڅېړنيزوکميسيونونوملاتړوکړي، کوم، چې د دولتي امنيتي ځواکونوناوړه چلند څېړي او د زورزياتيو مسؤلين ښئيي. داټکې، چې نوی ائتلافي حکومت د خلکوژوندلاښه کولای او کېنياته ثبات وربخښلای شي، کنه، پدې پورې ډېره اړه لري، چې نوموړوکميسيونونوته څومره برياليتوب ورپه برخه کيږي.