1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیانی پر قبایلو غږ کړی چی بهرني اورپکی وباسي

۱۳۹۰ خرداد ۲۰, جمعه

د پاکستان پوځ د شمالی وزیرستان د قبایلی سیمو د خلکو څخه غوښتي چی د دغه ځای څخه بهرني اورپکي وشړي. شمالی وزيرستان ته د امريکا لخوا د نړي د تر ټلولو خطرناکي سيمي نوم ورکول شوي

https://p.dw.com/p/11YJH
جنرال اشفاق کیانی
جنرال اشفاق کیانیانځور: Abdul Sabooh

ويل کيږي چی القاعده او طالب اورپکي افغانستان کی د افغان او بهرنيو ځواکونو په وړاندی خپله جګړه د همدا ځایه رهبری کوي.

د پاکستان د پوځ لوی درستيز، جنرال اشفاق کيانی، د پاکستان پوځ د لوړ پوړو قوماندانانو په یوه غونډي کی د شمالی وزیرستان د خلکو څخه غوښتي تر څو ټول بهرنی اورپکی د خپلي خاوري څخه وشړي او د خپل هیواد د امنیت مسؤليت په خپل لاس کی واخلي.

په پاکستان کی د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته، امریکا پر دغه هیواد زور راوړي تر څو په شمالی وزيرستان کی د طالب ياغيانو پر خلاف ځمکنی عمليات تر سره کړي.

د پاکستان د پوځ لخوا په خپری شوی خبرپاڼی کی راغلی چی کیانی په يوي غوڼډی کی حاضرو کسانو ته خطاب ویلی: «د پاکستان پوځ په شمالی وزیرستان د پوځی کمپاین د په لاره اچولو لپاره یو منظمه طرح لری چی له مخی به يی عمل وکړي. په شمالی وزيرستان کی د عملياتو په لاره اچولو لپاره مونږ تر هیڅ ډول فشار لاندی نه یو.»

په تیرو څو ورځو کی د شمالی وزیرستان په ځینو سيمو کی د امریکایی بی پیلوټه الوتکو بمباریو هم زور اخیستی. خو د ځينو کارپوهانو په وينا په دوامداره توګه د بې پيلوټه الوتکو بمبارۍ ښايي چي پر پاکستان دا فشار اچولی وي چي دوی دي دغه عمليات په خپل لاس کي واخلي.

پاکستانی چارواکو خو تل د دغه هیواد په خاوری کی د امریکایی بی پیلوټو الوتکو د عملیاتو سره مخالفت ښودلی. په دی اړه کیانی ویلی: «دا غلطه ده چی مونږ بل چا ته اجازه ورکړو چی د خپلی جګړی لپاره زمونږه خاوره استعمال کړی.»

په پاکستان کی د بی پيلوټه الوتکو بمباريو ته په عام ډول په ښه سترګه نه کتل کيږي. خو امريکايي چارواکي وايي چی د بی پيلوټه الوتکو بريدونو د القاعدی ډله کمزوری کړي ده.

اژانسونه / سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش