1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کډوال او د دسترخوان په سر جنجال

۱۳۹۶ اسفند ۵, شنبه

د تافل يا دسترخوان په نوم غريبو خلکو ته د ډوډۍ د وېشلو ټولنې د آلمان ايسن ښار کې د يوه تصميم له کبله د خلکو توجه ځان ته اړولې ده. د اوس له پاره خارجيان نه شي کولای چې غړيتوب يې تر لاسه او په وړيا توګه خوراک لاس ته وروړي.

https://p.dw.com/p/2tGJ3
Deutschland Essener Tafel
انځور: picture-alliance/dpa/R. Weihrauch

په آلمان کې د «تافل» يا دسترخوان په نوم ۹۳۰ ټولنې وجود لري چې په مغازو او رستورانتونو کې هغه خوراکي مواد راټولوي چې تاريخ يې تېرېدو ته نژدې شوی وي. دغه خوراکي شيان بيا په بې وزلو خلکو باندې وېشل کيږي. هغه څوک چې غواړي په دغه پروګرام کې ومنل شي، بايد تر مخه د دولت له خوا ټولنيزې مرستې تر لاسه کړي لکه مثلا د بې کارۍ پيسې. د دې ثبوت په وړاندې کولو سره سړی له تافل يا دسترخوان سره ثبتيږي او د يوه کال له پاره يې غړيتوب تر لاسه کوي.

د تافل مشر د تعصب تور ردوي

د ايسن ښار تافل اصلا خپله ناندرئيزه پرېکړه چې يوازې آلماني اتباعو ته به خوراکي مواد ورکوي، په دسمبر مياشت کې لا کړې وه، خو دغې موضوع د پنجشنبې په ورځ اهميت وموند چې ځايي رسنيو يې په هکله راپورونه ورکړل. د جمعې په سهار، يورګ سرتور، چې د ايسن د تافل مشر دی، د دغه سازمان په دفتر کې يو مطبوعاتي کنفرانس راوغوښت. هغه د دې پوښتنې په جواب کې چې آيا کوم چا ورته د ډودۍ د وېشلو پر مهال د ډېرو خارجي نارينه و د حضور له کبله شکايت کړی دی، که څنګه، وويل:

«هرومرو. ما ته په تکرار سره ويل شوي چې «هغوی سړی ټېل وهي او تل غالمغال جوړوي.» خو زه هميشه وايم چې په خپلو کې سره جوړ شئ. خپلو ماشومانو ته هم همداسې وايم. زه نه غواړم چې د پوليسو کار وکړم. ځينې راڅخه پوښتي چې آيا دغه ځوان خارجيان نه شې سمولای او راټينګولی؟ خو زه نه غواړم چې ورته زولنې واچولې شي او هر يوه ته بيا عليحده ډوډۍ ورکړای شي. هغوی دې يو د بل سره سمه رويه وکړي. دغه سمه رويه زما په نظر يوازې په دې شرط ممکنه وي چې د خلکو تناسب برابر وي.»

د انتقادونو لړۍ دوام لري

له برابر تناسب او انډول څخه د ښاغلي سرتور مقصد دا دی چې د آلمانيانو او بهرنيانو شمېر سره تقريبا ورته وي. سرتور په عين وخت کې ټينګار وکړ چې نه دی او نه ټيم يې تعصب لري. دا په داسې حال کې ده چې د تافل يا دسترخوان په نوم د سازمان نورو څانګو په ټول آلمان کې د ايسن ښار د تافل دغه ګام غندلی دی او ځينو انتقاد کوونکو هغه توپيري او تعصبي چلند هم بللی دی. سرتور او د هغه همکاره، ريتا نېبل، ادعا کوي چې د ډېرو بهرنيانو له کبله، په تېره د ځوانو نارينه و د ډېروالي له کبله د خوراکي موادو په وېش کې ستونزې راولاړيږي. د هغوی په خبره زاړه آلمانيان تنګ شوي ول او خپل لاسونه يې نور نه پورته کول. دغه سازمان يو غيردولتي سازمان دی چې نه له ښارونو، نه له آيالتي او نه له فدرالي حکومت سره تړاو لري. اصلي وظيفه يې دا ده چې خواړه هسې ضايع نه شي. د سرتور په خبره دا د دوی وظيفه نه ده چې خلک له لوږې څخه وساتي.

«موږ د اړمنو خلکو ملاتړ کوو تر څو هغوی د خوراکي موادو په برخه کې يو څه پيسې وسپموي. په دغو پيسو باندې هغوی بيا کولای شي چې له خپلو ماشومانو سره لامبو يا سينما ته ولاړ شي. که کوم څوک له لوږې مړ شي ځکه چې د تافل سازمان فرضاً نور وجود ونه لري، نو په دغه هېواد کې به يو څه ډېر غلط روان وي.»

 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (24.10.2016):