کيلاشي نارينه: نه غواړو سيلانيان مو ښځو ته نزدې شي
۱۳۹۸ خرداد ۲۹, چهارشنبهد کیلاش ښکلې دره چې په چترال کې د هندوکش د غرونو په لړۍ کې موقعیت لري د پسرلي په رارسیدو سره پکې د «جوشي» په نوم جشن پیلیږي. دغه جشن «چیلم جوشت» په نامه هم یادیږي. دغه جشن یوه اوونۍ دوام کوي، چې د کیلاش ښځې او نارینه د ځانګړو دودیزو کاليو په اغوستو سره د پسرلي پیل لمانځي. په دې ترڅ کې د کیلاش قبیلې د ماشومانو د روزولو له پاره مذهبي رسومات هم تر سره کیږي.
د دغه جشن پر مهال د کیلاش دره کې د یوې اوونۍ له پاره د نڅا او موسیقۍ انګازې خپرې وي. په دغه موده کې د څارویو د قربانیو دود هم تر سره کیږي او د دغې قبیلې خلک د ودونو له پاره د پسرلي د موسم انتظار کوي.
د کیلاش قبیلي اکثره نارینه وو په نظر «د نڅا کوونکو کیلاشي میرمنو د انځورونو اخیستل یې نه خوښیږي.» د کیلاش نارینه وایي چې د دوی د قبیلي ښځو ځانګړي رنګه کالي اغوستي وي، چې له لیرې هم ښایسته بریښي. کله چې د پسرلي په موسم کې د جشن لمانځلو پر مهال دغه میرمنې خپله دودیزه نڅای کوي نو سیلانیان یې د انځور اخیستو له پاره ډیر نزدې ورځي چې د کیلاش قبیلې نارینه پر دې نیوکه لري.
د کیلاش قبیلي شناخت اوس یوازې د دغه درې تر درو کلیو بمبوریت، رمبور او بریر پورې محدود شوی دی. د کیلاش قبیلي خلک له موسمونو سره تړاو درلودونکو دودونو پورې تړلي دي چې پکې ښځې او نارینه ګډون کوي. د رمو پیولو او له موسیقۍ سره ډیره مینه لري او له دې کبله د دغه قبیلې په جشنونو او میلو کې موسیقي مرکزي نقش لري.
د کیلاش قبیلې خلک د څو معبودانو عبادت کوي، شراب څښي او په خپله خوښه ودونه کوي. د کیلاش قبیلې خلک زیاتره مهال په کم عمرۍ کې ودونه کوي او عموما یې ښځې تعلیم یافته نه دي. د دغه قبیلې د خلکو شمیر اوس شا او خوا ۴۰۰۰ تنه اټکلیږي.
sr/bs (AFP)