کونړ: د کرهڼي پوهنځی ته نوې ودانۍ جوړيږي
۱۳۹۱ آبان ۱۱, پنجشنبهد دغه ولايت چارواکي وايي، چې د کرهڼي پوهنځی ودانۍ د پنځه سوه زره ډالرو او د ليليې ودانۍ د١٢سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت د نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت په مالي مرسته جوړيږي.
ويل کيږي، چې د دغه ودانيو له جوړېدو سره به يې د محصلينو پر وړاندي د ټولګيو او ليليې د نه شتون ستونزه اواره شي. دغه راز ويل کيږي چې د نړيوال بانک په مالي مرسته او کابل او ننګرهار پوهنتونونو د استادانو په همکارۍ سره به د کونړ پوهنتون معياري شي.
د کونړ والي ویاند واصف الله واصفي دويچه ويله پښتو ويبپاڼي ته وویل، چې د کرهڼي پوهنځی او ليليې ودانۍ به د ۱۸ مياشتو په ترڅ کې په درو پوړونو کې جوړه شي.
د دغه پوهنتون د یو شمېر محصلینو په خبره، چې دا مهال د سيد جمالدين افغان پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی ودانۍ تر کار لاندي ده او د کمپيوټر ساينس او شرعياتو پوهنځی ودانۍ نه لري.
د دوی په خبره، د لوړو زده کړو وزير له اړوندو چارواکو سره ژمنه کړې ده، چې په راتلونکي نوي تعليمي کال کې به يو ميليون ډالر د سيد جمالدين افغان، پوهنتون د پراختيايي کارونو له پاره ورکړي، چې له دغه پيسو سره به یادي ستونزي هم حل شې: «د دغو ودانیو له جوړیدو سره به د ودانيو په برخه کي زموږ ستونزو ته د پای ټکی کښېښوول شي.
د کرهڼي پوهنځی او ليليې ودانۍ د جوړيدو چاري په داسي حال کې پيليږي، چې د کونړ پوهنتون خپله ودانۍ نه لري او محصلين يې خپلي درسي چارې د کونړ په عالي دارلعلوم کې مخ ته وړي.
شمعه نظامي احمدزۍ/ ننګرهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل