کوم ژوي د منځه تللو له ګواښ سره مخامخ دي؟
د می ۲۲مه د بيالوژيکي تنوع نړیواله ورځ ده. د ګواښ سره مخامخ ژوو انځورونه دلته ليدلی شئ. خو کوم ژوي بايد د منځه تللو له ګواښ څخه وژغورل شي؟
د ځنګلونو ساتونکي
د بيزوګانو دريمه برخه د منځه تللو له ګواښ سره مخامخ ده. دغه د هوارو ځمکو ګوريلا انسان ته ډېره ورته ده. کله چې هغه مېوه خوري، نو زړي يې په ټول ځنګل کې پاشل کيږي. په دې ترتيب ونې غټيږي او په کافي ډول مضر ګازونه له اتموسفېر څخه جذبيږي. په دې ترتيب دغه بيزو په غير مستقيم ډول د اقليم په ساتنه کې مرسته کوي.
نه يوازې د شاتو توليد، بلکې...
که د شاتو مچۍ له منځه ولاړې شي، نو انسانان به هم ښايي ورپسې مړه شي. دغه حشرات په ۸۰ سلنه مهمو بوټو کې د ګرد پاشلو غم خوري. خو کيمياوي مواد او د ژوند د ساحې محدوديت ورته ستونزې ايجادوي. يوازې په آلمان کې د شاتو د مچيو شمېر له دوو نيم ميلويونو څخه يو ميليون ته راټيټ شوی دی.
د ګلانو ګرد او حشرات خوړل، که د وينې څښاک؟
د ښاپېرکيانو له څه باندې سلو انواعو څخه يو ډول يې وينه څښي. نور انواع د حشراتو انډول ساتي او د ګلانو ګردافشاني کوي. ځکه بايد ښاپېرکيان دې ته پرېښودل شي، چې خپل کار وکړي.
د ژوند د چاپېريال د حالت اصلي بيانګر
د چونګښې پوستکی هر ډول مواد ژر جذبوي. که چونګښې له منځه ولاړې شي، نو دا د چاپېريال د ککړتيا علامه ده. د پياوړي معافوي سيستم به لرلو سره دغسې چونګښې يو شمېر ممکن دارويي مواد هم په خپل ځان کې رانغاړي.
په تن کوچنی، خو ستر اتل
د پلانکتون په نوم په سمندر کې غذايي مواد په مليارډونو هغه ژوي تغذيه کوي چې په اوبو کې ژوند کوي. هغه په ورته وخت کې د نړۍ نيمه برخه اکسيجن هم توليدوي. پرته له پلانکتون څخه به په نړۍ کې ژوند ممکن نه وای.
د ځنګلونو د روغتيا پوليس
مېږي د چينجو په پرته لا زياته ځمکه نرمه ساتي، چې په دې ترتيب خاوره زراعت ته چمتو کيږي. مېږي مضر حشرات وژنی، زړي وېشي او خپله هم د نورو ژوو له خوا خوړل کيږي. مېږيان په دې ترتيب د ځنګله د روغتيا پوليس بلل کېدای شي.
مرخېړي هم له بوټو سره مرسته کوي
مرخېړي له خاورې څخه د غذايي موادو او اوبو د جذبولو وړتيا لري. پرته له هغوی به بوټي ۶۰۰ ميليونه کاله پخوا له اوبو څخه وچې ته نه وای راوتلی. پرته له مرخېړيو به ژوند په نړۍ کې ممکن نه وای.