کوم هيواد تر ټولو زیات وسله وال ځواک لري؟ ـ دلته يې وپېژنئ
زيات عسکر د يوه هيواد د پوځ د پياوړتيا نخښه نه وي، ځکه چي نظامي تجهيزات او نور لاملونه هم مهم وي. خو بیا هم د عسکرو شمېر د پوځ د پياوړتيا مهم عنصر وي. د عسکرو د شمېر له مخي د نړۍ تر ټولو لوی پوځونه دلته وپېژنئ:
۱۰ مقام ـ جنوبی کوریا
د نړيوال بانک د ۲۰۱۵م کال د راپور له مخي د جنوبي کوريا د عسکرو شمېر ۶۳۴ زره تنو ته رسيږي. د ستراتيژيکو څېړنو د نړيوال انسټيټيوټ (IISS) د راپور پر اساس دغه هيواد هرکال ۳۴ ميليارده ډالره پر دفاعي چارو لګوي. دغه هيواد نه يوازي د عسکرو د شمېر، بلکي د دفاعي بودجې د زياتوالي په فهرست کي هم په نړۍ کي لسم ځای لري.
۹ مقام ـ اندونیزیا
د اندونيزيا د پوځ، نيمه پوځي عسکرو او نورو ټولو دفاعي ادارو د فعالو وسله والو شمېر تقريبا ۶۷۵ زره دی.
۸ مقام ـ برازیل
د برازيل د عسکرو شمېر ۷۳۰ زره او په دې توګه په نړۍ کي ۸ م لوی پوځ دی. خو د (IISS) د فهرست له مخي د دغه پوخ مقام په نړيواله توګه پنځلسم دی. د دغه فهرست له مخي د برازيل دفاعي کلنۍ بودجه تقريبا ۲۳ ميليارده ډالره ده چي په نړۍ کي دولسم ځای لري.
۷ مقام ـ مصر
د نړيوال بانک د شمېرو له مخي د مصر د پوځ د فعالو عسکرو شمېر تقريبا ۸۳۵ زره او په دې توګه د نړۍ ۷ ستر پوځ دی. خو د (IISS) د شمېرو له مخي د دغه هيواد د عسکرو شمېر د نړۍ لسم لوی د عسکرو شمېر دی.
۶ مقام ـ پاکستان
د پاکستان پوځ د عسکرو د شمېر له مخي د نړۍ شپږم لوی پوځ دی. د نړيوال بانک د راپور له مخي د پاکستان د پوځيانو، نيمه پوځيانو او د نورو امنيتي ادارو د فعالو وسله والو شمېر چي په سمدلاسه توګه د هيواد دفاع ته حاضر دی، تقريبا ۹۳۵ زرو ته رسيږي. د (IISS) د شمېرو له مخي د دغه هيواد عسکرو شمېر تر۶۰۰ زرو لږ زيات دی.
۵ مقام ـ امریکا متحد ايالات
د (IISS) د راپور پر اساس امريکا متحد ايالات ۶۰۵ ميليارد ډالره کلنۍ دفاعي بوديجه لري چي د نړۍ په تر ټولو لويو دفاعي بوديجو کي شمېرل کيږي. خو د دغه هيواد د عسکرو شمېر تقريبا ۱۳سوه زره دی او په دې توګه په نړۍ کي پنځم لوی پوځ دی.
۴ مقام ـ شمالی کوریا
د شمالي کوريا د فعالو پوځيانو ټول شمېر تر ۱۳ سوه زره اوړي او په دې توګه پر څلورم مقام دی.
۳ مقام ـ روسيه
د روسيې فيدارسيون د وسله والو پوځيانو شمېر د نړيوال بانک د راپور له مخي تقريبا ۱،۵ ميليونه دی. خو په ۲۰۱۷م کال کي د ستراتيژيکو څېړنو د نړيوال انسټيټيوټ په خپاره سوي راپور کي د روسيې د فعالو وسله والو سرتيرو شمېر تقريبا ۸۵۰ زره ياد سوی دی. د دغه راپور له مخي روسيه هر کال تقريبا۶۰ ميليارده ډالره دفاعي بودجه لري چي په نړۍ کي دريمه لويه دفاعي بودجه ده.
۲ مقام ـ هند
د هند دفاع ته دمګړی چمتو د نيمه پوځيانو، عسکرو او نورو ټولو امنيتي ادارو د وسله والو ځواکونو شمېر تقريبا ۲،۸ ميليونو ته رسيږي. د دغه هيواد کلنۍ دفاعي بودجه ۵۱ ميليارد ډالره ده چي په دې لحاظ د نړۍ شپږم نمبر تر ټولو لويه دفاعي بودجه ده.
۱ مقام ـ چین
د «خلکو د آزادۍ پوځ» په نوم د چين پوځ په ۱۹۲۷م کال کي رامنځ ته کړل سو. د نړيوال بانک د ۲۰۱۵م کال د يوه راپور پر اساس د چين پوځ د عسکرو شمېر تر ۲،۸ ميليونو زيات دی. د ستراتيژيکو څېړنو د نړيوال انسټيټيوټ (IISS) د معلوماتو پر اساس چين هرکال پر خپل پوځ ۱۴۵ ميليارد ډالره مصرفوي چي دا د بل هر هيواد تر نظامي بودجې ډېر دی.