که دغه ولولئ ښايي بيا هيڅکله چا ته لاس ور نه کړئ!
ايا فکر کوئ چي د لاس روغبړ د ستړې مه سي يو بهترين طرز دی؟ يووار بيا فکر پر وکړئ. په لوېديځ کلتور کي د لاس روغبړ د ناروغيو د خپرولو تر ټولو لويه منبع تصور کيږي.
لرغونی دود
د لاس روغبړ لږ تر لږه ۲۰۰۰ کاله تر مخه لا مروج وو. د پخواني يونان په يو شمېر زړو انځورونو او ډبر انځورونو کي د دغه شواهد سته. دا چي پخواني يونانيانو دا عقيده درلوده چي ناروغياني هميشه د الهي جزا پايله وي، نو هغوی هيڅکله د لاس د روغبړ او د ناروغيو د خپرېدو پر موضوع فکر نه کاوه.
د سولي پيغام
د لاس د روغبړ په هکله فکر کيږي چي د سولي د نيت درلودلو د څرګندولو په موخه به رامنځ ته سوی وي. مانا دا چي کله يو شخص بل شخص ته خپل ښه لاس ورکړي، نو مانا دا چي په لاس کي يې اسلحه نسته او نيت يې د سولي او دوستۍ دی. د اعصابو کارپوهانو په ازموينو کي دا ثابته کړې ده چي کله دوه کسان د لاس ټينګ روغبړ سره وکړي، نو يې په بدن کي د oxytocin په نوم هورمون جوړيږي چي هغه د دوستۍ د زياتېدو سبب ګرځېدلای سي.
د معنا او تعبير بېلي سطحي
د لاسونو د روغبړ په مرسته نه يوازي دا چي مکروبونه تبادله کيږي، بلکي په بيلو کلتورونو کي بېلي معناوي لري. د بېلګي په توګه په لوېديځه نړۍ کي د ټينګ لاسي روغبړ معنا د تود هرکلي کولو ده. خو د ختيځي نړۍ زياتره کلتورونه آرام لاسي روغبړ خوښوي. هغه په دې وجه چي نه غواړي د ټينګ لاس ورکولو څخه يې هغه بل اړخ د کبر يا برلاسيتوب معنا وانه خلي.
بد عادت
د لاس د روغبړ له کبله د والګي او تبو وايروسونه او په همدې ډول ميکروبونه خپريږي. لکه د Staphylococcus ميکروب چي په دغه انځور کي ليدل کيږي. کله چي يو څوک والګي وهلی وي او پوزي يا خولې ته لاس وروړي او بيا دغه لاس په روغبړ کي بل چاته ورکړي، نو ميکروب هغه بل لاس ته انتقاليږي. کله چي دغه لاس بيا سترګي ته وروړل سي نو دغه دويم کس هم په هغه ناروغي اخته کيږي. ايا اوس هم غواړئ چي د لاس ستړې مه سې وکړئ؟
پرله پسې مينځل مخنيوی کوي
د دې له پاره چي د لاس د روغبړ او نورو لارو راغلو ناروغيو د ميکروبونو څخه څوک ځان وژغوري، بايد په پرله پسې توګه په صابون او تودو اوبو لاسونه پرېولي. خو يو شمېر خلک دې ته توجه نه کوي. د يوې پلټنې له مخي په درو کي دوه نارينه تر کور دباندي توشنابونو د کارولو وروسته لاسونه په صابون نه مينځي. ايا د دې حقيقت معلومېدو وروسته به بيا تاسو يو نابلده سړي ته لاس ورکړئ؟
له لاسي روغبړ څخه د کرکي ناروغي
د راپورونو له مخي يو شمېر مشهوره کسان لکه بيل ګېټس او ډونلد ټرمپس د ناروغيو له ويري چا ته لاس نه ورکوي. هغه کسان چي د لاس ورکولو څخه کرکه کوي، کېدلای سي چي د ځان سره يو بوتل ولري چي پکښي مکروب وژونکې مايع اچول سوې وي. ښايي دغسي کسانو ته د غېرعادي او عجبه اشخاصو په توګه وکتل سي. حال دا چي د لاس د روغبړ علاوه د روغبړ نوري لاري هم سته.
خوا مه بدوئ، دا يو منطق لري
په يوه تازه خپره سوې طبي څېړنه کي وړانديز سوی دی، چي بايد د صحي دلايلو پر اساس په بعضو مواردو او ځايونو کي د لاس پر روغبړ بنديز ولګول سي. د بېلګي په توګه روغتونونو کي چيري چي تر نورو ځايونو د ناروغيو زیات ميکروبونو وي. د پوهاوي په ډېرښت سره د لاسي روغبړ ضد کسانو شمېر هم مخ پر زیاتېدو دی. خو د دغه ښايسته دود ځای به څه شی ونيولای سي.
د سوکانو جنګول
څېړنو ښودلې ده چي د لاس په ورغوي کي د لاس د باندنيو برخو په پرتله ۹۰ فيصده زيات ميکروبونه وي. دا هم ثابته سوې ده چي که څوک د ستړې مسي پر وخت د عاميانه لاس ورکولو پر ځای د لاس دباندنۍ برخي سره مسحه کړي او يا سوکان سره وجنګوي، نو د لاسي ميکروبونو په تبادله کي ۹۰ فيصده کمولای راځي. د متحدو ايالتونو لومړۍ مېرمني ميشل اوباما په دې تړاو يو مثال جوړ کړی دی. ايا نور به يې هم ورڅخه زده کړي؟