"که افغانان اداري فساد ورک نه کي مرستي بندوو"
۱۳۹۱ فروردین ۲, چهارشنبهپه کابل کښي د انگلستان سفير ویلیم پتي، د چهار شنبې په ورځ له گاردین ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي چې افغان حکومت له اداري فساد سره د مبارزې په موخه ښه رهبري نه لري.
هغه وویل چې افغان حکومت یوازي د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې خبري کوي: «که په اوږده موده کې د اداري فساد پر وړاندي مبارزه و نه شي نو استدلال به کيږي چي پاکي پيسې پر بده لار مصرفیږي.»
د بريتانیا په گډون غربي هیوادونه هر کال له افغان امنیتي ځواکونو سره ۴،۱ میلیارده ډالره مرستې کوي. په افغانستان کې د بریتانیا سفیر پخپله مرکه کې وویل:
«موږ غواړو چې د افغان حکومت ملاتړ وکړو. خو که پخپله افغانان په دې اړه کوم کار ونه کړي نو د بريتانيا خلک به بیا دې موضوع ته بل ډول وگوري.»
د ملگرو ملتونو په حواله که څه هم اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۰۰۰۰ بهرني سرتیري میشت دي خو بیا هم په دغه هیواد کې تاوتریخوالی د تیرو لسو کلونو په پرتله لوړ شوی دئ.
نړیوالي ټولني د بن په دوهم کنفرانس کې ژمنه وکړه چې تر ۲۰۱۴ کاله وروسته به هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
مرستندویه هیوادونو هر وخت پر افغانستان ږغ کړی دئ چې د اداري فساد پر وړاندي مبارزه وکړي او د پېسو په مصرف کې شفافیت رامنځ ته کړي.
افغان حکومت تل له نړیوالي ټولني سره د اداري فساد د له منځه وړلو ژمنه کړې ده خو د عمل په ډگر کې د دغي ژمني په عملي کولو کښي پاته راغلی دئ.
افغان حکومت له اداري فساد سره د مبارزې په موخه بېلابېل کمېسیونونه جوړ کړي دي خو تر اوسه ئې کومه نتيجه نه ده ورکړې.
په پلان کې ده چې نړیوال ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري له افغانستان څخه ووزي او ټولي امنیتي چاري به افغان امنیتي ځواکونو ته وسپارل شي.
اوس د افغانستان غربي متحدینو د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې بهیر گړندی کړی دئ خو اداري فساد، د افغان امنیتي ځواکونو او غربي روزونکو تر منځ د بې اعتمادۍ فضا په افغانستان کې د ناټو روزنیز عملیات له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل