کندهار: په یوولسو ولسوالیو کې قاضیان نه شته
۱۳۹۱ خرداد ۲۹, دوشنبهتيره اونۍ د کندهار ولایت د ميوند ولسوالۍ د يوه تورن کس محکمه تر څوارلسو مياشتو وروسته په کندهار ښار کې جوړه شوه خو د دوسيې د نيمګړتيا له امله ئې بيا هم پریکړه بلې ناستې ته وځنډول شوه.
د کندهار د هغو ولسوالیو اوسیدونکي چې پکښې محکمې او قاضیان نشته وایي چې د دوی د دوسیو برخه لیک له میاشتو نیولې تر یوه کاله پورې روښانه نه وي. هغوی زیاتوي چې د دغو ولسوالیو هغه اوسیدونکي چې په بیلابیلو تورونو د امنیتي ځواکونو له خوا نیول کیږي، پرته له دې چې دوسیې ئې وڅیړل شي ډیر وخت په زندان کې تیروي.
د دغو ولسواليو اوسيدونکي پخپلو ولسواليو کې د محکمو د جوړيدو او د قاضيانو د مقررۍ غوښتنه کوي. د کندهار ولایت یو اوسیدونکی وایي:
«تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې په ولسواليو کې محکمې نه شته. د دغو ولسوالیو د تورنو کسانو دوسيې په مياشتو، مياشتو ځنډيږي.»
په کندهار کې د محکمو رئيس دل اغا همت، هم د ليرې پرتو ولسواليو ستونزې پر ځاى ګڼي او وايي چې د تورنو کسانو د دوسيو په ځنډيدو کې د امنيت نه شتون، د ولسواليو تر منځ اوږدې لارې او شمیر نورې ستونزې نقش لري. د هغه په خبره کله چې د کندهار مرکز ته د یوه تورن وگړي او یا هم یوې قضیې دوسیه ورسیږي هغه له دوو میاشتو د ډیر وخت له پاره نه ځندیږي:
«د دوسيو د ځنډیدو خبره واقعیت لري. دغه دوسیې ځکه ځنډیږی چې په کندهار ولایت کې داسې ولسوالۍ شته چې هلته د ترانسپورت ستونزې موجودې دي نو هر کله چې دې ولسوالۍ ته کومه الوتکه ورشي او يا هم د ايساف کاروان هغه ځای ته ورسیږي د دې ولسوالۍ مربوط دوسیې د کندهار ښار ته را انتقالیږي. کله چې دا دوسیې موږ ته ورسیږي تر دوو مياشتو زيات وخت نه نيسي.»
دل اغا همت زیاتوي چې د کندهار ولایت د قاضيانو له سخت کمښت سره مخامخ دئ. هغه وایي چې دا خبره ئې د افغان حکومت لوړ پوړو چارواکو ته رسولې ده او د له منځه وړلو هڅه ئې کوي.
اوس یوازې د کندهار ولایت په ډنډ، پنجوايي، ژړۍ، ارغنداب، دامان او سپين بولدک په ولسواليو کې محکمې موجودې دي او د نورو ولسواليو تورن کسان او اړوندې دوسیې د کندهار ښار ته لیږدول کیږي.
محمد ابراهیم سپیڅلی
کتونکی: مسعود جهش