کندهاریان د ښځینه ډاکټرانو د نه شتون څخه سر ټکوي
۱۳۹۰ تیر ۲۱, سهشنبهد کندهار ولايت که څه هم د جنوب غرب حوزي د نا امنو ولاياتو څخه شمیرل کیږی، خو د دغه ولايت نفوس مخ په زياتيدو دي.
د کندهار د اوسيدونکو په وينا نه يوازي د دغه ولایت په ولسواليو يا ليري پرتو سيمو کي د نا امنيو له وجهي خلکو ته روغتيايي اسانتياوي نه برابريږی، بلکه د کندهار په ښار کي هم ښځينه ډاکټراني ډيري کمي تر سترګو کيږي.
د کندهار د اوسیدونکو په وینا دا ډول ټولنو کي ډيره اړينه ده چي ښځينه ناروغه ښځينه ډاکټري ته مراجعه وکړي.
د کندهار د ولسواليو اوسيدونکي وایي چي که د لیري پرتو سيمو په روغتياي مرکزونو کي ښځينه ډاکټراني شتون ولري دا به د دوي ډیري ستونزي حل کړي، ځکه چي د دوي په وینا اوس دوي خپلي ناروغي په ډیرو ستونزو سره ښار ته د درملني لپاره رسوي.
د کندهار د ولایت د عامي روغتيا چارواکي هم د دغي ستونزي پخلی کوي. دغه چارواکي وايي چي که څه هم د کندهار په ولایت کي دیر کم شمير ښځينه ډاکتراني شتون لري خو دغه ډاکتراني هم په شخصي روغتونونو کي کار کوي.
د کندهار د ولایت چارواکي زیاتوي چي په کندهار کي تر ټوله لویه ستونزه دا ده چي کورنۍ خپلي لوڼی د لوړه زده کړه د ترسره کولو لپاره نه پریږدي.
د دوي په وینا دغي ستونزي په کندهار کی د ښځینه ډاکترانو د نه شتون په سیر ډیری نوری ستونزي رامنځ ته کړي دي.
دویچه ویله/ ابراهیم نړیوال
کتونکي: سید ریاض