کندز ـ د بې پولې ډاکټرانو روغتون نوې ودانۍ
۱۳۹۶ تیر ۳۱, شنبهپه دغه نوې ودانۍ کې چې د ویجاړې شوې ودانۍ په سیمه کې نه ده، یو ډاکټر او پنځه نرسان فعالیت کوي او یوازې سطحي ټپي کسانو ته درملنه وړاندې کوي.
په افغانستان کې د بې پولو ډاکټرانو د پروګرام مشر سیلویا دالاتوماسینا د فرانسې خبري آژانس ته په دې هکله وویل چې «موږ په کندز کې د خپلو فعالیتونو د بیا پیلولو پریکړه وکړه ځکه چې د روان تاوتریخوالي له امله ډیره اړتیا ورته لیدل کیده.» هغه همدا راز زیاتوي چې دغه کلینیک لومړنی ګام دی.
دغه سازمان په کندز ولایت کې خپل فعالیت د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر په میاشت کې هغه وخت بند کړ چې په همدې ولایت کې د دوی پر یوه روغتون باندې د امریکايي او افغان ځواکونو د یوه هوايي برید له امله د ۲۴ ناروغانو په ګډون ۴۲ کسان ووژل شول. په وژل شوو کې د دې روغتون ۱۴ کارکوونکي او طالب جنګیالي هم وو.
د دې سازمان د پروګرام مشرې همدا راز هیله څرګنده کړه چې په راتلونکې کال کې به د یوه نوي مرکز په جوړولو هم کار پیل شي.