کلنتن له افغانو میرمنو سره خپل کار جاري ساتي
۱۳۹۱ بهمن ۱۳, جمعه
میرمن کلنتن وویل چې د افغان میرمنو موضوع به تر دې وروسته هم د متحده ایالاتو د اجندا له مهمو ټکو څخه وي. تر دې مخکې دا خبره روښانه نه وه چې کلنتن به د خپل کاري دورې تر پای ته رسیدو وروسته کومه رسمي دنده پر غاړه ولري او که نه، خو هغې د پنجشنبې په ورځ وویل چې د امریکا په «جورج تاون» پوهنتون کې به د افغانو میرمنو د شورا مشري پر غاړه ولري.
میرمن هیلري کلنتن یوازې څو ساعته مخکې له دې چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه خپل کار پای ته ورسوي، د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «د افغان میرمنو او نجنو مصؤنیت اوس هم د متحده ایالاتو له انديښنو څخه ده. هلته [په افغانستان کې] اوس هم داسې ځینې باورونه موجود دي چې په پایله کې یې میرمنو ته د یوه پوره انسان په توګه نظر نه کیږي. هلته اوس هم تاوتریخوالی شته چې یوه برخه یې په کورنیو او کلیو پورې تړلی دی. د تاوتریخوالي یوه بله برخه طالبانو پورې اړه لري چې نجونې له ګواښونو سره مخامخوي.»
میرمن کلنتن ټینګار وکړ چې امریکا متحده ایالات باید له افغانستان څخه تر وتلو وروسته هم، د هغو کسانو قوي ملاتړ وکړي چې د ښځو پر حقونو باندې باور لري.
کلنتن دې خبرې ته اشاره وکړه چې افغان میرمنو له ۲۰۰۱ کال راهیسې ډیرې لاس ته راوړنې لرلي دي، خو د هغې په خبره په کلیو او لیرو پرتو سیمو کې ډیر څه نه دي بدل شوي. هغې وویل: «موږ باید د هغو ښځو ملاتړ ته ادامه ورکړو چې د دې[تاوتریخوالي] پر ضد دریږي او خپل غږ پورته کوي.»
کلتن ټینګار وکړ چې دا مهمه خبره ده چې متحده ایالات په افغانستان کې د خپل راتلونکې نقش په اړه د پریکړې کولو پر مهال پر دغو موضوعګانو باندې هم فکر وکړي. هغې وویل: «دا ډیره مهمه خبره ده چې کله موږ د خپل حضور او موقف په اړه فکر کوو، دا خبره هم په یاد وساتو چې باید څه وشي چې هر افغان، نارینه او ښځینه، هلک او نجلۍ د دې امکان ولري چې خپله راتلونکې جوړه کړي.»