کلدارې د ډالرو پر وړاندې راولویدې
۱۳۹۱ خرداد ۱۳, شنبهاوس نو د یوه امریکایي ډالر ارزښت د شاوخوا ۹۳.۸۳۵۰ پاکستانيو روپیو له ارزښت سره برابر دﺉ. د پاکستان د اسعارو د تبادله کوونکو انجمن د مشر ملک بوستان، په حواله د ډالرو پر وړاندې د کلدارو دغه ټیټ ارزښت بې سارې دئ.
د پاکستان د مرکزي بانک رئیس یاسین انور، د سه شنبې په ورځ د والستریت ژورنال ورځپاڼې ته وویل چې حکومت ئې نه شي کولای چې د خپلې بودجې کسر پوره کړي. د هغه په خبره دا کیدای شي چې د پاکستان له پاره په نوي مالي کال کې چې د جولای په میاشت کې پیلیږي ستونزې رامنځ ته کړي. د پاکستان د مالیې وزیر ویلي دي چې په راروان مالي کال کې څلور میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري.
د «تاپ لاین ریسرچ» د څیړنیزې مؤسسې څیړونکي محمد سهیل، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «له دې اعلان سره د اسعارو په بازار کې بی نظمي رامنځ ته شوه او په تیرو درو ورځو کې د دې لامل شو چې د ډالر پر وړاندې د کلدارو ارزښت ۱.۹ سلنه راولویږي.»
په همدې حال کې یاسین انور د والستریت ژورنال ته ویلي دي: «زموږ د مالي زیرمو کموالی به د هغو پیسو په واسطه جبران شي چې له بهر څخه پاکستان ته راځي... په دې بخش کې په پاکستان کې نوې بهرنۍ پانگونې رول لري چې په خاصه توگه د برق په سکتور کې تر سره کیږي.»
د پاکستان د مرکزي بانک مشر پخپله مرکه کې وویل چې پاکستان به د دې ستونزو سربیره هم داسې یوه حالت ته و نه رسیږي چې نړیوالو عاجلو مرستو ته به اړتیا لري.
کارپوهانو ویلي دي دا چې کلدارو د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دئ د دې خبرې یو بل لامل د ناټو د پوځي قطارونو پر وړاندې د پاکستان د پولې تړلې پاتې کیدل دي.
پاکستاني څیړونکي محمد سهیل، وویل: «روپیۍ د پاکستان او امریکا تر منځ شخړې هم تر فشار لاندې راوستې ده. دغې شخړې د امریکا له خوا پاکستان ته د میلیاردونو ډالر د ورکولو په اړه پوښتنې رامنځ ته کړي دي.»
پاکستان شپږ میاشتې پخوا د ناټو پر قطارونو باندې خپله پوله وتړله. په دغه وخت کې د ناټو په یوه هوایي برید کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول.
د پاکستان مرکزي بانک همداراز د جمعې په ورځ یو اعلامیه خپره کړه چې په هغه کې ئې له ټولو مالي شرکتونو څخه غوښتې وو چې د تورو پیسو (غیرې قانوني) له لیږدولو څخه ډډه وکړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض