کرکیټ: افغانستان زمبابوې ته ماتې ورکړه
۱۳۹۴ مهر ۳۰, پنجشنبهد افغانستان او زمبابوې د کرکیټ د ملي لوبډلو تر منځ د نړیوالو یو ورځنیو لوبو په لړۍ کې دواړو لوبډلو دوې، دوې لوبې گټلي دي. د دغې لړۍ پنځمه لوبه چې د اکتوبر پر ۲۴مه تر سره کیږي، گټونکی لوبډله به د دغۍ لړۍ اتله لوبډله هم وي. په پام کې دې چې پر دې سربیره به دواړه لوبډلې دوه شل اووریزه سیالۍ هم وکړي.
په ننۍ لوبه کې ټاس یا پچه د زمبابوې لوبډلې وگټله او په خپله یې منډو جوړولو ته ملا وتړله. خو د زمبابوې توپ وهونکي د افغان بالرانو پر وړاندې ټینگ نه شول. د ۴۵ په مجموعي منډو د زمبابوې پنځه لوبغاړي سوځیدلي وو.
خو د زمبابوې په لوبډله کې یوازې سکندر میرزا چې د لوبډلې د منډو په زیاتولو کې یې ونډه درلوده. هغه د لوبې تر وروستې شیبې پورې لوبیده او ۸۶ منډې یې وکړې. په پای کې د زمبابوې ټولې لوبډلې په ټاکل شوو ۵۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو پر سر ۱۸۴ منډې وکړې.
د افغانستان له لوري دولت ځدراڼ د مقابلې لوبډلې درې لوبغاړي وسوځول. همداشان راشد خان دوه او محمد نبي او امیر حمزه یوه، یوه ویکټه واخیسته.
په ننۍ لوبه کې د افغان توپ اچونکو په څیر توپ وهونکي هم ښه وو. لوبه محمد شهزاد او نور علي ځدراڼ پیل کړه او د ۷۱ په مجموعي منډو د افغانستان لومړی لوبغاړی چې نور علي ځدراڼ وو وسوځید. ده په ۶۶ توپونو ۲۳ منډې جوړې کړې وې. تر هغه وروسته محمد نبې راغی خو د ۱۲ منډو تر جوړولو وروسته هغه هم وسوځید.
خو د محمد شهزا د بخت ستوری نن یو ځل بیا وځلید. هغه پر ۸۱ توپونو د درو شپږیزو او اوو څلوریزو پر مټ ۸۰ منډې وکړې. دی د ننۍ ورځې غوره لوبغاړی هم وبلل شو. د محمد شهزاد تر سوځیدو وروسته بیا هم افغان توپ وهونکو لوبې ته ادامه ورکړه او کپتان اصغر ستانکزي تر آخره په محتطانه ډول لوبه مخ ته وړه خو هغه هم په ۴۵ اوور کې وسوځید. هغه پر ۶۸ توپونو ۳۲ منډې وکړې. په پای کې افغانستان ټاکلی هدف په ۴۷ اوور کې د اوو لوبغاړو پر سر پوره کړ او زمبابوې ته یې په درو ویکټو ماتې ورکړه.