کرکیټ: افغانستان خپله لومړۍ لوبه وبایلله
۱۳۹۴ بهمن ۸, پنجشنبهپه بنگله دېش کې نن د پنجشنبې په ورځ افغانستان خپله لومړۍ لوبه له گاونډي هیواد پاکستان سره وکړه. د ټاس یا پچې تر گټلو وروسته پاکستان افغان لوبډلي ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه او ښایي تر ډیره یې دغه پریکړه هم سمه وه.
افغانستان په ۲۹ منډو کې درې لوبغاړي له لاسه ورکړل. تر هغه وروسته افغان لوبغاړي یو څه تم شول او منډي یې تر ۹۸ پوري ورسولې.
داسي برېښده چې ښایي افغان لوبډله به وکولای شي، چې دغه منډي ډیري کړي. خو په ۹۸ منډه کې د اوپنر کریم جنت تر سوځیدو وروسته چې په ۳۳ توپونو یې ۲۷ منډي وکړې د افغانستان لوبغاړي یو په بل پسې ډیر ژر ژر وسوځیدل. افغانستان یو په دغه وخت کې ۱۱۸ منډي کړي وې او اته لوبغاړي یې له لاسه ورکړي ول.
په پای کې افغان لوبډله په ۴۲ اوور کې د ۱۲۶ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېده. د افغانستان له لوري تر ټولو زیاتي منډې طارق وکړې چې په ۷۶ توپونو کې يې ۵۳ منډي وې. پاکستاني بالرانو شاداب خان د افغان لوبډلې څلور او حسن محسن درې لوبغاړي وسوځول.
پاکستان د هدف د تر لاسه کولو له پاره چې په یوه ورځنیو لوبو کې نسبتا ټیټ هدف وو لوبه پیل کړه. د پاکستان لوبډلي دغه هدف په ۳۲ اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره تر لاسه کړ او افغانستان ته یې په شپږو ویکټو ماته ورکړه. د افغانستان له لوري ضیا الرحمن د مخالفي لوبډلي دوه او راشد خان یو لوبغاړی وسوځاوه.
نن په نورو سیالیو کې سریلانکا، کاناډا ته په ۱۹۶منډو، هند آیرلنډ ته په ۷۹ منډو او نیپال نیوزیلنډ ته په ۳۲ منډو ماته ورکړه.
په پام کې ده چې افغانستان به خپله دوهمه لوبه له سریلانکا سره د جنورۍ پر ۳۰ نیټه وکړي.