کرونا ويروس په يوه ورځ په چين کې تر۲۰۰ ډير کسان وژلي
۱۳۹۸ بهمن ۲۴, پنجشنبههوبئي د چين هغه ايالت دی چې په نړۍ کې د کرونا ويروس د خپريدو د لومړني ځای په توګه پيژندل شوی دی. د چين د دغه ايالت روغتيايي چارواکو خبر ورکړی دی چې کرونا ويروس د چارشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۲مه) ۲۴۲ تنه مړه کړي دي. دا د کرونا ويروس له پيل راهيسې په يوه ورځ کې تر ټولو لوړ تلفات دي.
ثبت شوي ارقام دغه راز ښيي چې په کرونا يا کوويدـ۱۹ ناروغۍ د اخته شوو کسانو شمیرهم په يوه ورځ کې۱۴۸۴۰ کسانو ته لوړ شوی دی. په دغه ويروس د مبتلا شوو کسانو شمیر له ۵۹ زرو څخه واوښت.
له هانګ کانګ څخه د فرانسې خبري آژانس د فبرورۍ پر ۱۳مه ليکي چې د کرونا ناروغۍ له کبله په چين کې څه باندې ۱۳۰۰ کسان مړه شوي دي.
د چين ووهان ښار تړل، په دغه ښار کې په زرونو بند پاتې شوي بهرنيان په سخته ويره او انديښنه کې اچولي دي. روغتيايي چارواکو په یو بيسارۍ اقدام کې ګڼ شمير کسان قرنطين کړي دي.
په ووهان کې ۲۰۰ تنه نيپاليان هم بند پاتې دي، د هغوی له ډلې څخه ګاوراب پوکريل چې د دکتورا محصل دی وويل: «موږ غواړو بيرته ستانه شوو، موږ نور نه شو ژغورل کیدای.»
پوکريل وايي چې خوراکي مواد کم شوي او محصلان له يو څو سیمه ایزو مغازو څخه چې تر اوسه خلاصې دي، خپل د اړتيا وړ شيان او خوراکي مواد رانیسي.
دا په داسې حال کې ده چې د چارواکو په وينا، د دوشنبې په ورځ، ۲۷ تنه بهرنیان هم په چين کې په ويروس اخته شوي چې له دې ډلې ۲۲ تنه قرنطين شوي دي. له دغو بهرنيانو دوه تنه يې مړه شوي هم دي چې يو يې امريکايي او بل يې جاپانی ښودل شوی دی.
په ووهان کې میشت ډير بهرنيان په دې بريالي شوي دي چې د حکومتي چارتر الوتکو له لارې له چين څخه ځانونه وباسي، خو يو شمير بې وزله او سخت ګيره کسان لا حالاتو سره د سازش کولو او يا هم د وتلو د لارو چارو د موندلو په لټه کې دي.
دغو بهرنيانو، د ټيلفون، ايميلونو او د ټولنيزو رسنيو په ذريعه د استول شوو پيغامونو له لارې د فرانسې خبري آژانس ته خپل وضعيت په اړه ويلي دي.
د ووهان د زونګنان په پوهنتون کې پاکستانۍ محصلې رقيه شيخ ويلي: «د اکثرو محصلينو ژوند په ليليه کې له پاتېدو او د تلويزيون له کتو سره محدود شوی دی.»
دغه محصله وايي چې پوهنتون د هغوی له پاره د اړتيا وړ مواد برابر وي، خو په دوه برابره لوړه بيه يې ورباندې پلوري. هغه د محصلانو د غذا په اړه وايي: «موږ هره ورځ جوش کړې وريژې او ترکاري خورو. هره ورځ همدا په تکرار خورو، د فزيکي فعاليتونو له پاره يوازينی امکان چې موږ يې لرو هغه په تيراس (بالکين) کې پياده ګرځيدل دي، چې دا موږ له خطر سره مخامخ کوي.»
رقيه وايي: «تيره اوونۍ زه د لومړي ځل له پاره والمارت [يو امريکايي سوپر مارکيټ] ته ولاړم. دا د څو اوونيو په جريان کې لومړی ځل وو چې زه بهر ولاړم. دا له ويرې ډک وو...»
رقيه زياتوي: «له کومې ورځې چې بيرته راګرځيدلې يم، ورځې حسابوم نشي چې په کوم ويروس باندې اخته شوې نه اوسم.»
رقيه وايي ډيريو پاکستاني محصلانو غوښتل چې لاړ شي، خو خپل هيواد ته د هغو د بیرته ستنيدو په برخه کې خطر موجود وو.
په چين کې د يمن او بنګله ديش په څير هيوادونو محصلانو هم د فرانسې خبري آژانس سره په دې تړاو خپلې انديښنې شريکي کړي دي.