1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزی: طالبان بیا واک نه شي تر لاسه کولای

۱۳۹۱ خرداد ۲, سه‌شنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي، د دوشنبې په ورځ وویل چې طالبان نه شي کولای یو ځل بیا د افغانستان کنترول تر لاسه کړي. ولسمشر کرزي دا خبره د شیکاګو د غونډې به څنډه کې له CNN تلویزیون سره په یوه مرکه کې وکړي.

https://p.dw.com/p/14zim
انځور: AP

ولسمشر کرزي وویل: «هغوی (طالبان) کولای شي چې بریدونه په لاره واچوي، د سړک د غاړې بمونه ځای پر ځای کړي او یا هم ځانمرګي بریدونه تر سره کړي. خو هغوی نه شي کولای چې د هیواد کنترول په لاس کې ونیسي او یو ځل بیا ئې شا ته بوځي.»

ولسمشر کرزي دا خبرې د شیکاگو د غونډې په څنډه کې کړي دي. د ناټو غړي هیوادونه د دوشنبې په ورځ په شیکاگو کې سره راټول شول او له افغانستان سره ئې خپل اوږد مهاله تعهد تازه کړ. په دې غونډه کې پریکړه وشوه چې ناټو به د ۲۰۱۳ کال تر نیمایي پورې د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه افغان ځواکونو ته وسپارل او د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به له افغانستان څخه خپل ټول جنگي ځواکونه راوباسي.

کرزي وویل: «افغانستان پر مختگ کړی دئ. افغانستان کولای شي چې له خپل ځان څخه ساتنه وکړي. افغانان به اجازه ور نه کړي چې شوي پر مختگونه له گواښ سره مخامخ شي.»

کله چې له ولسمشر کرزي څخه وپوښتل شول چې ایا حکومت به ئې له طالبانو سره خبرو اترو ته دوام ورکړي او که نه، هغه وویل: «موږ د سولې د پلان پر سر له اوږدې مودې راهیسي ډیر سخت کار کړی دئ. موږ له طالبانو سره د سولې بهیر ته دوام ورکړو... دا هغه څه دي چې د افغانستان خلک ئې غواړي او موږ ئې پر وړاندې مسئولیت لرو.»

پاکستان او امریکا د پولې د پرانیستلو پر سر موافقې ته نه دي رسیدلي

ولسمشر کرزي په دې مرکه کې وویل چې پاکستان او امریکا لا تر اوسه پورې د پولې د پرانیستلو پر سر له یو بل سره موافقې ته نه دي رسیدلي. کرزي زیاته کړه چې دواړه هیوادونه د پاکستان له پولې څخه د هر تیریدونکي موټر په مقابل کې د فیس د اندازې په موضوع کې د نظر اختلاف لری.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي دي چې پاکستان د ناټو د هرې لارې په مقابل کې د ۵۰۰۰ ډالرو غوښتنه کړې ده چې دغه پیسي د پخواني فیس په پرتله چې یوازې ۲۵۰ ډالره وو ډیرې زیاتې دي.

پاکستان له شاوخوا شپږو میاشتو راهیسي د ناټو پر مخ خپله پوله تړلې ده. پاکستان تر هغه وروسته د ناټو د اکمالاتي قطارونو پر مخ خپله پوله وتړله چې د ناټو په یوه هوایي برید کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول.

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د ناټو په غونډه کې هیله څرگنډه کړه چې له پاکستان سره به ژر د پولې د پرانیستلو په موضوع کې یوې موافقې ته ورسیږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدلباري حکیم