کرزی د ولسمشرۍ ټاکنو د وخت د بدلون په فکر کي دئ
۱۳۹۱ فروردین ۲۴, پنجشنبهکرزي ويلي دي چي پر دې باندي ځکه فکر کوي، چي پر هيواد باندي په يوه وخت کي د دروند بار فشار يو څه لږ سي.
د افغانستان د اساسي قانون له مخي د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري بايد د ولسمشرۍ ټاکني وسي او د ولسمشر کرزي پرځای باندي یو بل څو وټاکل سي. کرزی ددوهم وار له پاره په ۲۰۰۹ کال ولسمشر وټاکل سو.
په افغانستان کي وروستيو پيښو او د طالبانو او امريکايي چارواکو تر منځ د سولي په خبرو کي ځنډ داسي انديښنې را منځ ته کړي دي، چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د شمېر په لږېدو سره به، ځوان افغان امنيتي ځواک به د هيواد د ساتلو توان و نه لري.
ولسمشرکرزي په کابل کي د ناټو ځواکونو له عمومي منشي سره په يوه گډه خبري غونډه کي وويل، چي هغه په دې اړه له خپلو نزدې مشاورينو سره د څو مياشتو راهيسي په سلا مشورو کي دئ:
«دغه پوښته زما سره وه او ما له خپلو مشاورينو سره ورباندي خبري کړي دي، چي څنگه کيداسي چي په ۲۰۱۴ کال دغه دواړه درانه کارونه تر سره کړو.»
کرزي په خپلو خبرو کي زياته کړه:«آيا موږ کولای سوچي په ۲۰۱۳ کال د افغانستان امنيتي مسئوليت پرخپله غاړه واخلو، چي په ۲۰۱۴ کال کښي بيا هغه بل کار اسانه تر سره کړو. که يا پريږدو چي امنيتي مسئوليت په ۲۰۱۴ کال بشپړ سي او د ولسمشرۍ ټاکني يو کال را مخ ته کړو، يعني په ۲۰۱۳ کال کښې تر سره کړو.»
په افغانستان کي د ولسمشرۍ ټاکنو په مهال وېش کي بدلون راوستل يوه جنجالي موضوع ده. د تيرو ټاکنو په مهال ويش کي بدلون هم د يو ستر جنجال سبب سو. خو ولسمشر کرزي وويل، چي تر اوسه ئې لا «پريکړه نه ده کړې او دا تصميم ژر نه نيول کيږي.»
په کابل کي د بريتانيا سفير په روانه مياشت کي له گاردين ورځپاڼي سره په خبرو کي ويلي ول، چي«ښه دلايل» موجود دي چي ولي به ښه وي چي د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکني دي په ۲۰۱۳ کال کي ترسره سي.
په پام کي ده چي د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري د افغانستان ټول امنيتي مسئوليت پخپله افغان امنيتي ځواکونه پرغاړه واخلي او ډير بهرني عسکر له دغه هيواد څخه ووزي.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: محمد قاسم نوري