1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي په ودونو کي لوړ لګښتونه غندلي

۱۳۹۰ تیر ۱۱, شنبه

حامد کرزي په خپلي اونیزي راډیويي بیانیي کي پر اولس غږ کړی چي په ودونو کي د اسراف کولو څخه ډډه وکړي. هغه ویلي چي په واده کي اسراف کول د افغاني کلتور او دودونو پر خلاف دي

https://p.dw.com/p/11nn1
افغان ولسمشر، حامد کرزی
افغان ولسمشر، حامد کرزیانځور: AP

د طالبانو د رژیم د سقوط وروسته، افغانستان کي د ودونو تجلیل، د یوه فامیلي محفل څخه، په يو ډیر لوي او شاندار محفل بدل شوی چي په کي په زرګونو کسان کډون کوي.

په افغانستان کي ودونه په ډیرو لویو او شاندارو هوټلونو کي لماځل کیږي چي دغي موضوع د واده مصارف ډیر لوړ کړي.

کرزی: هغه افغاني کورنی چی شتمني دی باید خپل د واده محفلونه د امکان تر حد پوره په ساده ډول تجلیل کړي.
کرزی: هغه افغاني کورنی چی شتمني دی باید خپل د واده محفلونه د امکان تر حد پوره په ساده ډول تجلیل کړي.انځور: AP

په شانداره توګه د واده د مراسمو تجلیلول، اوس مهال افغانستان کي د زوم لپاره په یوه مسؤلیت بدل شوی دی.

افغانستان کي زومان نه یوازي د واده ډیر لوړ لګښت په غاړه اخلي، بلکه ډیر ځلي خو د ناوي کورنۍ ته یو څه پیسی د ولور په توګه هم ورکوي.

د حامد کرزي حکومت له ډیر وخته را په دي خوا د ودونو د مصرف د ټیټولو کوښښ کړی دی. کرزي په خپلی راډیویي بیاني کي وویل چي هغه په دي خبري پوهیږي چي د نړۍ په هیڅ بل هیواد کي هم پر ودونو دومره مصرف نه کیږي لکه څومره چي یي افغانان پري کوي.

د زوم او ناوی موټر
د زوم او ناوی موټرانځور: AP

کرزی ویلی چی هغه افغاني کورنی چی شتمني دی باید خپل د واده محفلونه د امکان تر حد پوره په ساده ډول تجلیل کړي. افغان ولسمشر زیاته کړي که شتمني کورني خپل د واده محفلونه ساده ولمانځی، غریبی کورني به هم د واده د مراسمو د لمانځلو لپاره، د پورونو اخیستلو ته نه اړ کیږي.

کرزي همداراز زیاته کړه چي د واده لوي مراسم د افغانستان د کلتور پر خلاف دي. تیر کال د افغانستان د عدلیي وزارت د داسی یوه قانون طرح جوړه کړه چی له مخي یي افغانستان کي پر لویو ودونو بندیز لګول کیږي.

د دغه قانون له مخي به په واده کي د راغلو میلمنو شمیر 300 ته راټیټ شي او پر هر میلمه به یوازي د پنځه امریکايي ډالرو د لګول اجازه ورکړل شي.

په افغانستان کی هوټل لرونکو دغه قانون سره کلک مخالفت ښودلي ځکه چي دا به د هغو کاروبار ته تاوان ورسوي. .
په افغانستان کی هوټل لرونکو دغه قانون سره کلک مخالفت ښودلي ځکه چي دا به د هغو کاروبار ته تاوان ورسوي.انځور: picture-alliance / Ton Koene

ډیر شمیر افغانانو د قانون د دغي طرحي هرکلی کړی خو بیا په افغانستان کی هوټل لرونکو دغه قانون سره کلک مخالفت ښودلي ځکه چي دا به د هغو کاروبار ته تاوان ورسوي.

د قانون دغه طرح باید د افغانستان د وزیرانو د شورا او پارلمان څخه د تایید رايي ترلاسه کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: عبدالباري حکيم