1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي نه غواړي ارگ ته څیرمه کور کې واوسیږي

فرانس پرس/ سید ریاض۱۳۹۳ شهریور ۲۰, پنجشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي پریکړه کړې چې د ارگ ته څیرمه د تقاعد وروسته د ده له پاره ځانگړي جوړ شوي عصري کور ته کډه و نه کړي. هغه ویلي دي چې دغه کور ډیر لوی دی او غواړي چې د دې پر ځای یوه متوسط کور ته ولاړ شي.

https://p.dw.com/p/1DAQr
انځورونه د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له ویبپاڼې څخه اخیستل شوي دي
انځورونه د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له ویبپاڼې څخه اخیستل شوي ديانځور: Afghan Presidential Palace

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې په پام کې وه حامد کرزي چې کاري دوره یې په ختمیدو ده، د ولسمشرۍ ماڼۍ ته څیرمه په نوې عصري جوړې شوې ودانۍ کې واوسیږي. دې خبرې داسې گونگوسي راپورته کړي ول چې گواکې ولسمشر به د خپلې دورې تر پوره کیدو وروسته د هیواد په سیاست کې فعاله نقش ولري.

خو هغه خپل نظر بدل کړی دی او امر یې کړی دی چې دغه ودانۍ به د بهرنیو میلمنو او هغو کسانو له پاره چې د راتلونکې ولسمشر سره د ملاقات له پاره کابل ته سفر کوي د رسمي میلمستون له پاره ډیره مناسبه وي.

د ولسمشر حامد کرزي له لوري دغه څرگندونې په داسې یوه وخت کې کیږي چې ولسمشرۍ د دواړو مخکښو کاندیدونو تر منځ په ټاکنو کې د درغلیو په هکله ناندرۍ ادامه لري.

د افغان ولسمشر ویاند ایمل فیضي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «دغه کور چې د تقاعد شوي ولسمشر له پاره په پام کې نیول شوی وو، جوړ شوی دی او نن پرانیستل شو. خو ولسمشر حامد کرزي پریکړي ده چې په دغه کور کې ژوند نه کوي. دا ډیر لوی دی او هغه ویلي دي چې دا د یوه حکومتي میلمستون له پاره مناسب دی.»

انځورونه د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له ویبپاڼې څخه اخیستل شوي دي
انځورونه د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له ویبپاڼې څخه اخیستل شوي ديانځور: Afghan Presidential Palace

فیضي په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي: «هغه په وروستۍ دقیقه کې خپل نظر نه دی بدل کړی. څو اوونۍ تر مخه هغه له دغې پروژې څخه لیدنه وکړه او ویې ویل چې دغه کور د یوه عادي افغان له سطحې څخه لوړ دی او پر دې اساس باید دا د ده راتلونکي کور نه اوسي.» د فیضي په وینا «هغه [حامد کرزی] غواړي چې په کابل کې عادي افغاني ډول کور ولري. دغه کور نوی نه دی جوړ شوی او خلک به پر دې ډیر ژر وپوهیږي چې دغه کور چیرې دی.»

کرزی چې ۵۶ کاله عمر لري خپل لوازم تړلي دي او څو اوونۍ تر مخې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه وتلو ته چمتوی دی. حامد کرزی د طالبانو د رژیم له رانسکوریدو راهیسې په دغه ماڼۍ کۍ اوسیږي.

کرزي په وار وار سره د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله څخه غوښتي دي چې سیاسي بن بست ته د پای ټکی کښیږدي.

د ولسمشر ویاند وړاندې ویلي دي چې د ټاکنو د پایلو تر اعلانیدو او نوي ولسمشر تر ټاکل کیدو وروسته به حامد کرزی، څومره ژر چې امکان ولري د ولسمشرۍ له ماڼۍ څخه ووځي. د فیضي په وینا د حامد کرزي نوی کور یوازې څو خونې لري.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د حامد کرزي له دې خاکسارۍ سره سره، کله چې دی له خپل میرمنې زینت او درې ماشومانو سره بل کور ته کډه وکړي، نو د هغوی د امنیت له پاره د ټینگو امنیتي اقداماتو د تر سره کیدو اټکل کیږي.