1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرزي ترکمنستان ته خپل سفر نیمگړی پريښود

۱۳۹۰ خرداد ۸, یکشنبه

په تخار کي تر ځانمرگي بريد وروسته ولسمشر کرزي په ترکمنستان کي خپل څلور ورځنی سفر نيمگړی پريښود او نن افغانستان ته په ستنيدو سره يې ددې پيښي د پلټنو په موخه يوه غونډه درلوده.

https://p.dw.com/p/11QGL
د ښاغلي کرزي وياند د تخار پيښه يو انتقامي بريد بللی.
د ښاغلي کرزي وياند د تخار پيښه يو انتقامي بريد بللی.انځور: picture alliance / dpa

ويل کيږي چي ښاغلی کرزی به د المان لولمړۍ وزيري مېرمن انگيلا ميرکل ته په دې پيښه کي د دوو الماني عسکرو د وژل کيدو او يو لوړپوړي پوځي قوماندان د ټپي کيدو په اړه تسليت ووايي.

د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر نن په کابل کي په يوه خبره غونډه کي وويل چي د دوو لوړپوړو افغان پوليسو وژل د افغانستان دولت له پاره ستره ضايعه ده.

« ولسمشر کرزي د جنرال داوود داوود او جنرال شاه جهان نوري شهادت د افغان ولس او افغان حکومت له پاره ستره ضايعه بللې.»

عمر وويل چي ولسمشر د تخار د پيښي په اړه د امنيتي ارگانونو سره په تماس کي دی او د حکومتي چارواکو سره يې په ارگ کښي يوه جلسه پيل کړې ده.

هغه زياته کړه چي د تخار د پيښي بندو بست د هيواد څخه د باندي د مزدورانو لخوا طرح سوی.

وحيد عمر زیاته کړه چي افغان حکومت به د هغه چي په وړاندي خپلي مبارزې ته دوام ورکړي چي د افغانانو د نا ارامۍ له پاره مزدوري کوي.

د تخار د پيښي جزييات تر اوسه ندي معلوم. د جمهور رئيس وياند وويل چي تر اوسه پوري لومړني معلومات هم په لاس کي نه لري. هغه وويل چي تر اوسه دا معلومه نه ده چي ځانمرگي څنگه او په کوم لباس کي د ولايت مقام ته ننوتی.

د ښاغلي کرزي وياند د تخار پيښه يو انتقامي بريد وبلی او زياته يې کړه چي دغه ډول بريدونه د افغانستان څخه د باندي پلانيږي.

« دښمن په هر ډول چي وي د ترهگرۍ هدفونه تر سره کوي. دا که انتقامي وي که غيري انتقامي د هغوی مقصد د وگړو ويرول ، او د افغانستان د خلکو پر ارامه نه پريښودل دي.»

په داسي حال کي چي د تخار د پيښي پړه طالبانو په غاړه اخستي. خو د کرزي وياند وايي چي په افغانستان کي هيڅ داسي څوک نسته چي دغه ډول بريدونه دي طرح کړی.