1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کردي یاغیانو ترکي عسکر وژلي دي

۱۳۹۱ خرداد ۳۰, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15Hml

د ترکیې د دولتي تلویزیون په حواله کردي یاغیانو د عراق سرحد ته نژدې اوه تنه عسکر وژلي دي او ۱۵ تنه نور ئې زخمیان کړي ي. د TRT په نامه تلویزیون خبر ورکړی دئ، چي د PKK په نامه د کردانو د ګوند جنګیالیو د داج لیکه په سیمه کي چي د حکاري د ولایت جنوب ختیځ کي پرته ده، پر څو پوځي پوستو باندي حمله کړې ده. ویل کیږي چي امنیتي ځواکونو هم د هغوی په مقابل کي لوی عملیات کړي دي. د PKK ګوند له ۱۹۸۴ میلادي کال راهيسي د ترکیې په جنوب ختیځ کي د یوه آزاد کردي دولت له پاره مبارزه کوي. د هغه راهیسي د بیلابیلو خونړیو نښتو په ترڅ کي په زرونو انسانان وژل سوي دي.