کراچی: پاکستان ۵۵ هندي کب نیونکي آزاد کړي دي
۱۳۹۱ مرداد ۲۵, چهارشنبهاعلان
پاکستان د هندوستان د آزادې د ورځې په مناسب د هندوستان ۵۵ تنه کب نیوونکي آزاد کړي دي. په دغه کسانو کې ۱۵ تنه داسې ځوانان هم شامل وو چې عمرونه ئې له اتلسو کلونو څخه کم وو. د کراچې د ملیر ایالت د زندان مشر سید نذیر حسین شاه، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د دولت په لارښوونه دوی ۵۵ تنه کب نیونکي له زندان څخه آزاد کړي دي.
د چارواکو په وینا لا هم ۱۰۰ تنه هندوستاني کب نیونکي په پاکستان کې بندیان دي په داسې حال کې چې بیا په هندوستان کې د پاکستاني کب نیونکو بندیانو شمیر ۲۵۰ تنو ته رسیږي. د پاکستان د سندهـ ایالت د عدلیې وزیر ایاز سومرو، ویلي دي چې دغه کار ئې د ښه نیت په موخه تر سره کړ دئ. هغه له هندوستان څخه هم د ورته قدم د پورته کولو هیله څرگنده کړې ده.