کاپیسا: په چاودنه کې پنځه کسان ووژل شول
۱۳۹۱ خرداد ۲۹, دوشنبهد کاپیسا والي مهربان الدین صافي، د المان خبري اژانس ته ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ د دې ولایت په یوه ګڼه ګوڼه بازار کې چاودنه شوې ده.
د کاپیسا د والي په خبره په دې چاودنه کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان، د هغه زوی او دوه ساتونکي ئې وژل شوي دي. پر دې سربیره دې پېښي د یوه ملکي وګړي ژوند هم اخیستی دﺉ. په پېښه کې ۱۷ ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي.
سیمه ییز پولیس د افغان حکومت له خوا رامنځ ته شوي دي او په لیرې پرتو سیمو کې د امنیت د ټینګښت مسئولیت پر غاړه لري. متحده ایالات د محلي پولیسو د جوړولو دپروژې ملاتړ کوي.
لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د دې پېښي اصلي هدف څوک وو، خو په وروستیو کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر محمد اسماعیل خان او په کابل کې د فرانسې سفیر دې ولایت ته سفر کړی وو. هغوی غوښتل چې د تگاب ولسوالۍ ته ولاړ شي. د کاپیسا والي ویلي دي چې تر دې چاودنې وروسته د افغانستان د اوبو او نرژۍ وزیر او د فرانسې سفیر له دې ولایت څخه کابل ته تللي دي.
تر دې څو ورځې مخکې څلور فرانسوي سرتیري د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د یوه ځانمرگي برید په پایله کې ووژل شول. فرانسه اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰ سرتیري لري چې ډیر شمیر ئې د کاپیسا په ولایت کې میشت دي.
په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ په یوه جلا پېښه کې د ائتلافي ځواکونو یو سرتیری په افغانستان کې وژل شوی دئ. د ناټو ځواکونو ویلي دي چې دغه سرتیری د هغو ټپونو له کبله وژل شوی دئ چې د طالبانو په یوه برید کې ئې اخیستي ول.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل