کاپیسا: موټر بم پنځه کسان ووژل
۱۳۹۱ بهمن ۶, جمعهاعلان
چارواکو ویلي دي چې د جمعې په ورځ په کاپیسا ولایت کې د ناټو پر قطار باندې یو ځانمرگی برید شوی دی. د دغه برید په پایله کې ۵ تنه ملکي کسان وژل شوي او نور ۱۵ تنه ټپیان شوي دي. دغه پیښه د تگاب په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د ناټو ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه پیښه کې د ناټو سرتیرو ته کومه مرگ ژوبله نه ده اوښتي. د دغه پیښې پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده.