کامرون د افغانستان په اړه څه ویلي دي؟
۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۲, چهارشنبهديوید کامرون دغه څرګندونې د خپل هیواد له ملکې الیزبت او د کانتربیري له اسقف جستن ویلبي، سره د خبرو پر مهال کړي دي. هغه چې له دوی سره په بکینګم قصر کې د خبرو پر مهال وو، داسې ښکاري چې له دې خبر نه وو چې خبري يې ثبتیږي.
کامرون، ملکې الیزابت ته د قساد پر ضد یوې غونډي په اړه چې په لندن کې جوړیږي معلومات ورکول او ویې ویل: «د ځينو په عجیبه توګه فاسدو هیوادو مشران بریتانیا ته راځي.» هغه بیا زیاتوي: «نایجریا او افغانستان، چې ښايي په نړۍ کې تر ټولو دوه فاسد هیوادونه وي.»
ویلبي بیا ويلي چې په نایجریا کې د اوسیدو یو څه تجربه لري، نو د دغه هیواد اوسنی ولسمشر فاسد نه دی. د هغه د دغو څرګندونو په ځواب کې کامرون وایي: «هغه زیار باسي.»
ملکه هم په دې وخت کې په خبرو کې مداخله کوي او بیا ویلبي ته په کتو سره وایي: «هغه [له فساد سره د مبارزې په برخه کې] زیار باسي، همداسې نه ده؟»
دا لا په مشخصه توګه روښانه نه ده چې هغوی له دې خبرو سره کوم ولسمشر ته اشاره کوله خو د افغانستان او نایجریا ولسمشران دواړه په دغه غونډه کې ګډون کوي.
دا یوازنۍ پیښه نه وه چې بریتانیایانو د نورو هیوادونو د چارواکو په اړه داسي څرګندونې وکړې، تر دې لږ مخکې د انګلستان ملکې د چېن دیپلومات «بې ادبه» بللی وو.