کاریتاس: افغان مهاجر دې خپل هیواد ته نه استول کیږي
۱۳۹۵ اردیبهشت ۶, دوشنبه
د کاریتاس مشر پیتر نیهر د آلمان په فرایبورگ ښار کې د یکشنبې په ورځ د «کې ان اې» یا کاتولیکي خبري آژانس سره په مرکه کې د آلمان له مرکزي حکومته د رد شوو افغان مهاجرو خپل ټاټوبي ته د بیرته نه استولو غوښتنه کړې ده. پیتر نیهر په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي: «داسې باید نه وي چې په آلمان کې سیاسي مسوولین په دې هڅه کې وي چې د مهاجرو د شمیر د راکمولو له پاره انسانان نا امنو هیوادونو ته واستوي.»
د ملگرو ملتونو د نوو ارقامو له مخې په افغانستان ک د روان کړکیچ په ترڅ کې له جنوري څخه تر مارچ میاشتې پورې تر ۶۰۰ زیات ملکي کسان وژل شوي او تر ۱۳۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
د پیتر نیهر په خبره له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په ترڅ کې سختې سیاسي تیروتنې شوي دي. د هغه په خبره نړیوالې ټولنې د ملکي بیا رغاونې په برخه کې لږه پانگونه کړې ده: «په تیرو وختونو کې د ملکي او پوځي لگښتونو تر منځ تناسب ۱:۷ دي. د تیرو وختونو تیروتنې اوس غچ اخلي.»
خو هغه په عین وخت کې د گډ پراختیایي کار په ترڅ کې لاس ته راوړنو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې ښوونځیو ته د نجونو او ښځو د تگ او همداشان د روغتیايي خدماتو د ښې کیدو په برخه کې ډیر ښه گامونه اخیستل شوي دي. د هغه په خبره دوی د اوبو رسولو د پروژو په ترڅ کې د یوه باثباته زراعت په رامنځ ته کولو کې ونډه اخیستې ده او په وینا یې «دا هم لږ څه نه دي.»
د آلمان د خیریه مرستو دغه اتحادیه د کاریتاس انټرنیشنل، مرستندویه سازمان په واسطه له ۱۹۸۰م کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.
پیتر نیهر د اروپایي اتحادیې د کډوالو پر اوسني سیاست هم نیوکه کړې او ویلې یې دي: «ما ته دا روښانه ده چې له ترکیې سره تړون او د نوو اغزنو کټارو رامنځ ته کول موږ د کډوالو د کړکیچ یو گډ اروپایي حل ته نه نزدې کوي.»