کارپوهان: په افغانستان کې خوندي سیمې نه شته
۱۳۹۷ اردیبهشت ۶, پنجشنبهد افغانستان د څیړونکو د شبکې د مرستیال توماس روتیګ اټکل کوي چې په افغانستان کې وضعیت ته په کتو سره هیڅ خوندي یا امن ځای نه شته. روتیګ د پنجشنبې په ورځ د «فرانکفورتر روندشاو» رسنۍ ته ویلي: «د آلمان فدرالي حکومت او نور اروپايي هیوادونو له مودو راهیسې د [افغانستان] د ښه وضعیت په هکله خبري کوي ترڅو دوی [دغه هیواد] ته د مهاجرو اخراج عملي کړي.»
د نوموړي د خبرو له مخې د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ هم په دې وروستیو کې جوته کړې ده چې په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو له پاره کوم بدیل نه شته. د روتیګ په وینا دا په دې معنی چې په دې هیواد کې خوندي ځایونه موجودیت نه لري.
په افغانستان کې جګړه حاکمه ده، داسې یوه جګړه چې په ۲۰۱۴م کال کې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د سړیدو پرځای لا پسې ګرمه شوې ده. روتیګ په دې هکله یادې رسنۍ ته ویلي: «په عین حال کې طالبان د خپل رژیم له نسکوریدو راهیسې د افغانستان د خاورې ډیره برخه تر خپل کنترول لاندې لري.»
د روتیګ د وینا له مخې طالبان باید له پیل نه په سیاست کې دخیل کړل شوي وای. خو اوس، وروسته له هغې چې دوی [طالبان] له پوځي اړخه غښتلي شوي، له دې یاغي ډلې سره د خبرو تلاښ کيږي. روتیګ زیاتوي چې اوس ډیر ناوخته دی.
روتیګ په خپلو خبرو کې همداراز وویل چې اوسمهال د امریکا متحدو ایالاتو حکومت خپله هغه پخوانۍ اشتباه یو ځل بیا تکراروي چې غواړي د یو کم شمیر سرتیرو پر مټ او له پوځي لارې طالبان د خبرو میز ته راولي.
د سولې د یوې ممکنه لړۍ له پاره د بریا له پاره د افغانانو په منځ کې د خبرو پیلول اړین دي. روتیګ په دې هکله وايي: «وروسته له ۱۷ کلنو نړیواله ټولنه لکه آلمان او یا هم امریکا متحد ایالات له دې هیواد څخه ښايي په آسانۍ سره ونه وځي، ځکه دوی د دې مشکلاتو یوه برخه دي، او له همدې کبله دوی باید اوس د دې ستونزې په حلولو کې هم مرسته وکړي.»