کارپوهان: پاکستان باید د لشکر جنګوي پر ضد اقدام وکړي
۱۳۹۰ آذر ۱۷, پنجشنبه
د افغانستان د چارو کارپوه، وحید مژده، دویچه ویله سره په مرکه کې وویل چې د لشکر جنګوي مشرتابه په پاکستان کې میشت ده او په دغه هیواد کې یې هم ډیر بریدونه تر سره کړي دي. د مژده په اند پاکستان باید افغانستان سره د دغې ډلې په نیولو کې مرسته وکړي ځکه چې لشکرې جنګوي په خپله د کابل او مزارشریف د بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.
مژده زیاتوي چې دغه ډله په کشمیر کې هم فعاله ده او پر افغانستان ورستي بریدونه د افغانستان او هندوستان نږدي کیدو سره هم تړاو لري. هغه زیاتوې که چیرې پاکستان د دغې ډلې په وړاندې اقدام و نه کړي نو دا به د دې معنې ولري چې پاکستان اوس غواړي له دغې ډلې څخه په افغانستان کې هم هغه سې کار واخلي لکه څنګه چې په کمشمیر کې د هند پر ضد ترې کار اخلي.
د لشکرې جنګوي ډله څه نا څه ۳۲ کاله مخکې په ایران کې جوړه شوه. د دغې ډلې لومړۍ مشر، عظم طارق وو. تر هغه وروسته بیا لشکرې جنګوي مشرۍ فاروق طایې پر غاړه واخسته. د لشکر جنګوي د ډلې اوسنې مشر ملک اسحاق نومیږي او ویاند یې ابوبکر منصور دی.
افغان کارپوه، احمد سعیدي، وایي چې دغه کسان د پاکستان د استخباراتي شبکې لخوا مطرح شوي او له هغوی څخه مالي ملاتړ کوي. د سعیدي په خبره د جنګوي ډله د شیعه مسلمانانو په وړاندې عملیات تر سره کوي. سیعدي په دې هکله په پاکستان او عراق کې د دغې ډلې بریدونو ته اشاره کوي.
سعیدي وایې چې د دغې ډلې مشران په پاکستان کې میشت دي او اسلام آباد باید د هغوې په وړاندې اقدام وکړي. سعیدي د پاکستان پر استخباراتي شبکې تور لګوي چې غواړي په افغانستان کې مذهبي جګړه په لاره واچوي.
سیعدي وایي که چیرې افغان امنیتي ځواکونه تجهیز نه شي نو د دغه هیواد شرایطو او ګاونډیو ته په کتو سره به دغه ځواکونه و نه توانیږي چې له افغانستان څخه د ۲۰۱۴ وروسته ساتنه وکړي. د پلان له مخې به تر دغه کال پورې افغانستان څخه د ناټو ټول جنګي ځواکونه ووځي او د افغانستان امنیتي چاري به افغانانو ته وسپارل شي.
د سه شنبه په ورځ په کابل او مزارشریف کې دوه چاودونو څه نا څه ۶۳ کسان ووژل. دغه کسان د عاشورا د لمانځلو پر وخت د یوه ځانمرګي لخوا تر برید لاندې راغلل. د پیښې وروسته په پاکستان کې میشتې د لشکرې جنګوي ډلې د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته.
مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم