کارپوهان: پاکستان او ايران په عمل کي د تروريز سره مبارزه نه کوي
۱۳۹۰ تیر ۵, یکشنبهد دريو سرو هيوادونو مجهوررئيسانو د کنفرانس تر مخ يو د بل سره خبري کړي او د تروريز په وړاندي مبارزه کي يې ژمني کړي.
خو يو شمېر کارپوهان په دې آند دي چي ايران او پاکستان د تروريز څخه په ملاتړ سره خپلو هدفونو ته رسيدلای سي.
د ولسي جرگې استازی زلمی مجددي وايي چي ايران او پاکستان يو يو ډول نه يو ډول د تروريزم ملاتړ کوي.« پاکستان د خپلو سياسي او پوځي موخو د پاره د تروريزم څخه ملاتړ کوي او ايران بيا تروريستان ددې دپاره تشويقوي چي په افغانستان کي هغو هدفونو ته ورسيږي چي د امريکا او غری په وړاندي يې لري.»
د تروريزم سره د مبارزې کنفرانس د شنبې په ورځ په تهران کي جوړ سوی و او د ايران جمهوررئيس غربيان د „تروريز“ سره په ملاتړ تورن کړل.
د ايران مذهبي مشر آيت الله خامنه ای ويلي دي چي واشنگټن په سيمه کي د „تروريزم مالي ملاتړ“ کوي.
خو په ولسي جرگه کي د سمنگان استازی طاهر زهير وايي چي د ايران سپاه قدس او د پاکستان استخبارات د تروريزم ملاتړ کوي.
« د ايران سپاه قدس، په سيمه کي د تروريزم په ملاتړ کي د پاکستان تر استخباراتي ادارې پاته نه ده. سپاه قدس په افغانستان څخه په بشپړه توگه د تروريزم څخه ملاتړ کوي.»
د هغه په خبره د پاکستان استخبارات په افغانستان کي د هغو ټولو پيښو تر شا لاس لري چي مرگ پوبله پکښي را منځ ته کيږي.
د زهير په خبره د پاکستان او ايران جمهوررئيسان پر خپلو خبرو نه دريدای سي او نه يې هم د عملي کيدو توان لري.
« د دواړو هيوادنو مشران په خپلو قولونو کي صادق نه دي او نه هم غواړي چي په افغانستان کي دي يوه سوله راسي.»
حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل