1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: ستراتيژيک سند د افغانستان په گټه دئ

۱۳۹۱ اردیبهشت ۴, دوشنبه

د سیاسي چارو شنونکي په شیکاګو کي د ناټو تر سرمشریزي دمخه ددغه سند لاسلیکول د افغانستان د حالاتو له پاره ډیر ګټور بولي. د کابل او واشنگټن تر منځ د ستراتیژیک سند پرسر له یو نیم کال راهیسي ناندرۍ رواني وې.

https://p.dw.com/p/14jM2
انځور: AP

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره سوې اعلاميه کي چي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د اپريل ۲۲) رسنيو ته لېږل سوې ده راغلي دي، چي د ستراتیژيک سند مسوده د یکشنبې په ورځ په کابل کي د افغان ملي امنیت شورا د سلاکار رنګین دادفر سپنتا او په کابل کي د امریکا د سفیر ریان کراکر له لوري د تاید وړ بلل شوې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د باوري سرچينو په خبره چي په دغه سند کي په افغانستان کي د امریکا د دایمي اډو موضوع نه ده ځای شوي او نه هم د هغو مرستو اندازه مشخصه سوې ده، چي له ۲۰۱۴ کال وروسته به ئې امریکا له افغان دولت سره کوي.

د سرچینو په خبره، د مرستو اندازه هرکال د امریکا د کانګرس منظورۍ ته اړتیا لري او دا به ښه وي چي د افغانستان حالاتو او اړتیاوو ته په کتو سره د مرستو اندازه وټاکل شي.

د کابل حکومت د ترهګرو د بیا را تلو د مخنیوي په خاطر له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو د سند لاسلیک ډير مهم ګڼي.

ټاکل سوې ده چي په شیکاګو کي د ناټو تړون تر سرمشریزي دمخه دغه سند د دواړو هيوادونو د ولسمشرانو له خوا لاسليک سي.

د ولسي جرګې یو شمېرغړو او سیاسي مبصرینو د کابل او واشنګتڼ تر منځ د دغه تړون پر سر یو جوړجاړي ته رسیدل ډيرمهم او د افغانانو په ګټه بولي.

د ولسي جرګې غړی غلام فاروق په دې اند دئ، چي د شیکاګو ترغونډي دمخه به د دغه هوکړه لیک لاسلیکول د افغانستان په اړه د امریکا د مرستو دریځ غښتلی کړي او واشنګټن به وکړای سي چي د افغان حکومت په ملګرتیا ډاډمن شي:

«د شیکاګو ترغونډي دمخه به د ستراتیژیک سند لاسلیکول ډیري ګټي ولري، یوه مهمه مسئله ئې داده چي امریکا به د دغه سند لاسلیک ته په کتو او شرایطو ته په پام سره د شیکاګو په غونډه کي خپل دریځ روښانه کړي، او بل به د افغان حکومت په ملګرتیا یقیني شي».

د کابل او واشنګټن ترمنځ د اوږد مهالو همکاریو پر سر له څه باندي یو نیم کال راهیسي ناندرۍ رواني وې، خو بلاخره دواړه خواوي اوس یوه توافق ته سره نژدې سوي دي.

ددغه توافق پروړانډيٍ لوی خنډونه د بګرام زندان افغاني کیدل او همدا راز د بهرنیو سرتیرو له لوري د شپنیوعملیاتو په ټپه درول ول، چي یو په بل پسي تر ډیرو بحثونو وروسته د امریکا له لوري ومنل شول.

د سیاسي چارو مبصر اکبراسحاق په دې باور دئ چي امریکا هم همدا لټه کوله چي د شیکاګو ترغونډي دمخه دغه سند لاسلیک کړي چي همداسي هم کیږي:

«د امریکا دولت غواړي چي د شیکاګو تر غونډي دمخه دا سند لاسلیک کړي تر څو د افغانستان په اړه پخپلو راتلونکو مرستو کي شک او اندیښنه و نه لري، او دا کار د افغانستان د راتلونکي له پاره هم ډیر ګټور دئ.»

افغانستان او امریکا پر داسي مهال د ستراتیژیکو همکایو د یوه سند پر سر هوکړي ته سره نژدې سوي دي، چي د افغانستان یو شمیر ګاونډیو ملکونو لکه ایران او پاکستان دغه هوکړه د سیمي په ګټه نه بولي.

په ورته وخت کي ټاکل سوې ده چي افغانستان او المان هم د شیکاګو د غونډي دمخه د اوږد مهالو همکاریو یو سند لاسلیک کړي.

په دې اړه تیره ورځ ناوخته مازیګر د افغانستان او پاکستان له پاره د المان د ځانګړي استازي میشایل کوخ او افغان ولسمشر حامد کرزي تر منځ په کابل کې خبري سوي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل