کارپوهان: د امريکا نوی سفير دي د زاړه پر پلونو پل نږدي
۱۳۹۰ مرداد ۴, سهشنبهد امريکا د متحده ايالاتو دغه ديپلومات په داسي وخت کي کابل ته استول کيږي، چي د کابل او واشنګټن تر منځ اړيکي په تيره يوه لسيزه کي اوس تر بل هر وخت ډيري ترينګلي سوي.
د سياسي چارو شنونکي په اوسني وخت کي د ريان کراکر ماموريت ډير حساس بولي او د هغه چوکۍ داسي يوه درانده ماموريت ته ورته بولي، چي په وينا يې د دوو نږدې همکارانو تر منځ بايد د بې اعتمادۍ او بې باورۍ رامنځ ته سوې فضا سمه کړي.
تر ريان کروکر دمخه جنرال کارل ايکن بيري په کابل کي د امريکا سفير وو.
هغه څو ځله د تيرو پارلماني او ولسمشريزو انتخاباتو پر مهال له افغان حکومت سره شخړه وکړه او حکومت له هغه وغوښتل چي د افغانستان پر چارو کي د مداخلي لاس واخلي.
د افغانستان د حالاتو مبصر او د افغانستان د ستراتيژيکو څيړنو د مرکز غړی عصمت الله غلجي بيا په دې اند دی، چي اوس حالاتو له يوه سره بدلون موندلی او د ديپلوماتانو په ادلون بدلون په حالاتو کي سمون نه سي راتلای.
نوموړي وايي په افغانستان کي د امنيت ټينګښت د دغو اړيکو له پاره د دغه هيواد تر ټولو مهم شرط دى او دغه اړيکي بايد د ګاونډيو هيوادونو له پاره زيان ونه لري.
« په ټولو برخو کي د افغانستان خپلواکي، له افغان ځواکونو سره د روزني او تجهيز په برخه کي د امريکا مرستي هم د يادو اړيکو له پاره ډيري مهمي دي».
کابل ته د امريکي د نوي سفير په توګه د رايان کروکر راتګ د ولسي افغانانو بيلابيل غبرګونونه را پارولي دي.
د کابل يو شمير اوسيدونکو له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي د امريکا نوي سفير که هر څوک وي بايد د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوي وکړي.
د کابل ښار په ګلبهار سنټر کي هټيوال عبدالحنان بيا د نوي ديپلومات ټاکل د نويو اړيکو پيلامه بولي.
هغه وايي، پخواني سفير د امريکا ماموريت ته په افغانستان کي سخت زيان ورساوه او ريان کروکر بايد هڅه وکړي چي زړو خرابو مناسباتو ته نوی رنګ ورکړي.
د يادولو وړ ده چي ريان کروکر د ديپلوماتيکي برخي ۳۷ کلنه کاري تجربه لري.
نوموړي د افغانستان دمخه په عراق، سوريي، لبنان او مصر په ګډون په يو شمير جنګ ځپلو ملکونو کي د امريکا د سفير په توګه دندي تر سره کړي دي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل